نظم

نعت

Abdul Hamid Momand

چې منشاء د پيدايش دی محمد (ص) دی

چې مايه د زېبا يش دی محمد دی

چې قبله د هر ولي د هرنبي ده

آستانه د محمد عربي ده

بې له دې کاره چې خدای نه دی بنده دی

نور په هر رنگه لوييۍ زېبنده دی

بنده گي دده د خدای تر ميانه فرق دی

غير فرق يې د لويۍ په درياب غرق دی

د احد د احمد فرق په يوه ميم دی

چې په بوی د مخلوق سره شميم دی

مالکي او مملو کي په ظهور راغله

خالقي او مخلوقي په ظهور راغله

چې احمد وته حلقه دميم په غوږ شوه

هنگامه د بندگۍ پورته په زوږ شوه

په صورت کې محمد (ص) بني ادم دی

حقيقي او واقعي ابوالعالم دی

د دوه ميمو له روزنه يې دوه کونه

منور لکه دوه عينه شوله عونه

دهستۍ په فراش يې چې گام کېښو

له اول يې حد د کفر اسلام کېښو

جلوه گر چې يې په در کې مخفي شه

له صفا يې مصفا آدم صفي شه

چې ښکاره يې د طوفان دنوح نوحه شوه

مبدله په خندا د نوح نوحه شوه

چې څرگند ورته د حی تر دريچې شه

و کليم ته رود نيل کوڅې کوڅې شه

چې نسيم يې د جمال پکې گوزارکه

په خليل باندې يې اور تازه گلزار کړ

هغه څوک چې له هستۍ هم آغوش دی

له حلقې دده د ميم حلقه په گوش دی

عالمونه که علوي دي که سفلي دي

طفيلي دده داصل طفيلي دي

که په سر يې دلولاک تاج و افسر دی

د هر چا ورته دعجز لاس په سر دی

په شرف کې پيدايش که زېبايش دی

د حضرت تر سر و پښو لاندې بالش دی

آدم ځکه بياموندلی شرافت دی

چې له ده سره په نوع کې الفت دی

چې يې نمر و تر جمال پورې مخ توری

ځکه نه کېده په زمکه دده سيوری

بلکې سيوری به وه نمر دده له نوره

په اسمان باندې کېده سايه منظوره

چې په گوته يې سپوږمۍ ته اشارت کړ

ساز و باز يې د ښايست ځنې غارت کړ

په شکست يې لاس په سر له تېزۍ که

ماه کچکول يې ور په لاس د دروېزۍ که

هر شرف يې تر قدمه د شرف

خپل شرف که لکه خاورې بر طرف

په اول قدم يې سر و د کمال

سر د واړو سردارانو که پايمال

د تمام جهان (جمال) دی که کمال دی

تر افتابه پورې دده ذره مثال دی

چې آفتاب يې جهان تاب دی، نُور دده دی

دی درياب بې پايان دی، نور قطره دی

دا لويي گوره دده چې يې پاسخ

ځای پځای دخدای په حکم شوه ناسخ

چې نيولی يې خاوند په محبوبۍ دی

رسېدلی په کمال دکل خوبۍ دی

که بيان کاندي کمال دده له انت

د څښتن قدسي حديث انا وانت

که يو نه دی،دی دخدای جدا هم نه دی

که هغه نه دی بې شکه دا هم نه دی

غرض دا چې هر کمال دی په ده ختم

همگي حسن وجمال دی په ده ختم

که احد صمد يو نه دی په وجود کې

بېل هم نه دي سره هېڅ په زيان و سود کې

ان کُنتُم تٌحبُِِون َ الله َ گوره!

من اطاع مصورکړه حد يې ژغوره

ده رټلي ، خدای رټلي دي بېشکه

ده تر ټلي خدای ترټلي دي بې شکه

هېچا ښه د محمد بد کړي نه دي

قبول کړي چا، دده رد کړي نه دي

ربه روی دمحمد عربي دی

چې د واړو مربيانو مربي دی

په حميد د خپلې مينې سېلاب جوړ کړه

له سينې يې ماسوا بندونه کوړ کړه

د رسول په روی قبول دا ناقبول کړه

شپه او ورځ يې خپله مينه د زړه نول کړه