نظم

نظر

Abdul Bari Jahani

ما ويل ګوره زموږ د ميني کيسه ـ

چي رسوا نه کې بازاري يې نه کې ـ

هسي نه ستا د شوخو سترګو داستان ـ

هسي نه زما لېونتوب ـ

هسي نه زما د تخيل افسانه ـ

هسي نه ستا ياغي کاته ـ

ستا ګيله مني شونډي ـ

د کوم نقاش قلم ته ـ

يا د شاعر تر غوږو ورسېږي ـ

يو ځلي زموږ د خوږې ميني کيسه ـ

د سهم ناکي توري شپې په زړه کي ـ

يوې برېښنا په شاني وپړکېږي ـ

د يوې شمعي په څېر ولګېږي ـ

او په تيارو کي آموخته ـ

بخيلي تنګي سترګي ـ

يو ځل را واړوي له نظره مو کي ـ

ومو سوځي ـ

او را رشتيا کي د بېلتون خوبونه ـ