غزل
اورنگ زېب او شاهجان غوندې اشراف
Rahman Babaاورنگ زېب او شاهجان غوندې اشراف
صدقه شه تر منصور غوندې نداف
که د تن په لويۍ لوی دی به يې څه کړې
مه کړه خدای چې کوه طور شي کوه قاف
بوالهوس دې عاشقۍ ته هوس نه کا
دا دروغ دي چې زردوز شي بوريا باف
د مکې په بزرگی کې هېڅ شک نشته
ولې خر به حاجي نه شي په طواف
که په سل دريابه غسل د ځان وکا
گومان مه کړه چې به سپی شي پاک و صاف
کشتۍ هم چې ډېره ډکه شي ډوبېږي
د مسرف په ځان بلا شه خپل اسراف
صابرانو صبر پرېښووو حريصان شو
نه څه عدل شته په چا کې نه انصاف
دا څلور مذهبه واړه سره يو دي
ما او تا په کې پيدا کړ اختلاف
د همه واړو ملکونو څښتن يو دی
که دوزخ دی که جنت دی که اعراف
شهيدان نه دي هغه خون فروشان دي
چې خوني نه خون بها نه کا معاف
د کاذب ژبه په خوله کې وچه ښه ده
لکه توره د لرگيو په غلاف
د دېوال په سر به څو ځغلي تر کومه
دروغجن چې په دروغه کاندي لاف
آب و تاب د ناسره مهر وي هومره
څو نظر پرې شوی نه وي د صراف
د دنيا په دولت نازمه کړه رحمانه
دا يو موی دی په نظر دموی شگاف