غزل اوس د وخت په سترگو کې عتاب نه پيدا کېږي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اوس د وخت په سترگو کې عتاب نه پيدا کېږي ځکه چې زما تللی شباب نه پيدا کېږي 02 چا ويل چې جزو د خپل کل په خلاف نه ځي ولې نو له سيند ځنې گرداب نه پيدا کېږي 03 ستا ځلا د حسن ته جوهر هم وارخطا شي هېڅ په آيينه کې ستاجواب نه پيدا کېږي 04 څو که ستا لېمه هسې شراب نه پيدا کېږي خدايږو زما زړه غوندې کباب نه پيدا کېږي 05 ښکليه چې قامت دې له قيامت نه بې خبر کړم سوال د هېڅ حساب او د کتاب نه پيدا کېږي 06 چرته خارجي او ناصبي او ښار دعلم ور ور لره بې له بو تراب نه پيدا کېږي 07 څه کړمه حمزه خپله ښکلا راته بلا شوه ځکه مې نظر دانتخاب نه پيدا کېږي Dictionary meaning × Headword