شعر

په چاربيته کښې د چار رول

Rahman Baba

د چار رول په چار بېته کښې

دا خو څوک نه شي وئيلے چې چاربېته باندې د چار رول په پوره ډول منطبق کېږي

ـ د چاربېتې اتۀ کورونه دي ـ بغېر د مسبع چاربېتې نه نور په وؤو واړو

کورونو کښې د چار څه نه څه رول دے ـ ما مخکښې ذکر کړے وو چې مسبع اومثمن

مجاز کورونه متروک دي ـ متاخرينو هم پہ دې کورنو کښې چاربېتې نه دي ليکلي ـ

احمد دين طالب زمونږ ډېر لوے او په وزن بحر ، قافيه او رديف باندې مکمل

عبور لرونکے شاعر دے ـ احمد دين طالب د خپل مقام نه خبر وو او ددې اظهار ئې

په خپله يو چاربېته کښې داسې کړے وو ـ

ډلې شاعران مې د چاربېتې مساوات وائي

يا دې داسې وائي يا دې نه کړي شاعري چرې

نه پوهېږي وزن ، د ميزان نه کم و زيات وائي

کم په کمينۍ کښې کوي څله دائرې چرې

(ديوان احمد دين طا لب صفحه 43)

احمد دين طا لب شپږ واړه کورونه ډېر په ښه جوړښت په ښکلي انداز استعمال کړي

او نورې حافظ شمس الرحمان تاليف کړي دي ـ د ٫٫ديوان احمد دين طا لب ،، په

نوم په دې کښې ځنې په لنډ بحر او ځنې په اوږد بحر دې ټولې په دغه شپږو

کورونو کښې د ٫٫چار،، رول څه دے ؟اول اولنے کور يعني مثنوي چاربېته ـ

چې مې ليدلې ستا رخسار دے

تمامي عمر مې په دار دے

چغې وهم لکه دلاب

په مخ مې ځي اوښکې سيلاب

کړه:

چې مې ليدلے ئې له ورايه

روح مې د ځايه دے بې ځايه

ته به تر کومه کوې جور

چې د دارو مې نه کړې غور

اسره مې نشتے بې له خدايه

غواړمه ستا مهر و مايه

راته قهرېږي بيلتون بور

قرار مې نۀ خور ي د زړۀ کور

عمر زماشولو هائي هايه

خورشيد د مخ کړه را نمايه

شوم الول دلام په طور

علاج مې وکړه على الفور

جوړ:

بېلتانۀ اوسومه انګار دے

تمامي عمر مې پدار دے

نۀ شوې زما سره ملاب

په مخ مې ځي اوښکې سېلاب

(ديوان احمددين طالب ص88)

د دا قسمه چاربېتو سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ د کړې مصرعې چې هر څومره

وي خو وي به جفتې ـ او ٫٫چار،، هم جفت دے ـ

مربع چاربېته :

زماخيال دے چې د چار بېتې نوم له دې چار بېتو نه پرېوتے دے ـ ځکه چې مربع

څلورو ته وائي يعني چار ددې قسمه چاربېتې کړه په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ خو

مونږ څخه اولنۍ معلومه چاربېته مثنوي کښې ده ـ د مربعه چار بېتې مثال ـ

هغه دم زما د زړۀ صبر تمام لاړو

مراور چې مې د غېږې دل آرام لاړو

کړه: هغه دم زما له خولې کاواکې خېژي

چې غنچه مې د وصال د چمن رېژي

معشوقه عاشق ته هر وختې غم بېژدي

نن د لا سه مې نسکور د نصيب جام لاړ

(ديوان احمد دين طا لب ص 55)

ليکلې ده چې غلطه طريقه ده ـ د چاربېتې د کړې اختتام نه ورستو ټول سر ليکل

پکار دي ، ځکه چې دا دغه شان وئيلے کېږي ـ د بهګتۍ او لوبې نه جدا کېږي هم

دغه شان ـ دلته دچار رول معلوم شو چې مربع چاربېتې کړه په څلورو مصرعو

مشتمل وي ـ

مثمن چاربېته کښې د چار رول:

دا د چاربېتو هغه کور دے چې په کوم کښې سر او کړه دواړو کښې د چار اهم رول

دے ـ د مثمن چار بېتې سر په څلور بېته وي (د پښتو بېت) د کړې اولنۍ ، درئمه

، پنځمه مصرعه هم قافيه او وومه ئې د سر اولنۍ او درئمې سره هم قافيه وي ـ

دويمه ، څلورمه ، شپږمه په ځان کښې هم قافيه وي دکړې اتمه مصرعه ئې د سر

دوئمې او څلورمې مصرعې سره هم قافيه وي ـ داسې د مثمن چاربېتې کړه دوه

مربعې لري ـ او حقيقتاً د چاربېتې کړۀ وړۀ هم دغه کور پوره کوي ـ د مثال نه

ورستو واضح کوم چې د مثمن چار بېتې کړه دوه مربعې څنګه لري ـ

راشه سپينه بشره اونيسه آفتاب ته

چې خجل پرې صومعه او صومنات شي

فرقدين دې رسېدې نه شي خطاب ته

کۀ څلور دوچنده نورورسره زيات شي

کړه: راشه فالن کړه فوځونه د وصال نن

چې بېلتون په ماتې ځي تر هند و باره

داسې اورم آوازونه د ګړيال نن

کوم يو ګل دے په ګلبڼ کښې بې د خاره

د ژوندون مې ملا څله ګورې فال نن

چې شړي مې شاه د حسن د ګلزاره

جوړ: حاجت نه لرم قدح د مئيو ناب ته

کۀ نصيب مې ستا د خولې آب حيات شي

( دېوان احمد ص55)

يوه مربع دويمه مربع

وصال نن هندو باره

ګړيال نن د خاره

فال نن ګلزاره

ناب ته اب حيات

معشر مجاز کښې د چار رول:

د معشر مجازسر په دوو مصرعو مشتمل وي ـ خو کړه کښې ئې دوه مربعې موجود دي ـ

نۀ کوي صرفه زما دزړۀ په غو څولو کښې

اوګوره نا ترسې چې ئې څومره ترازې دينه

کړه: نۀ کوي نظر ، نظر مې نه لږي شمکور شومه

شمع د سپين مخ که مخامخ د رنګ محاله کړې

تور کښې دې د تور سترګو تور بورا نه تور شومه

سرۀ غنچه د سرو ګلو به کله انعام ماله کړې

قېس په شان رسوا په قام کښې قاف تر قافه چور شومه

ته به له تر کومه حيا شرم د شغاله کړې

څاري دې شنه ګلونه ګل غذارې په خندلو کښې

نۀ کوي صرفه زما د زړۀ په غو څولو کښې

ځکه دې شرينې دواړه کوکې خربوزې دينه

اوګوره نا ترسې چې ئې څومره ترازې دينه

( ديوان احمد دين طالب ص 76)

مستزاد چار بېته کښې د چار رول:

مستزاد چاربېتې په سر کښې څلور مصرعې وي ـ دوه اوږدې او دوه لنډې ـ کړه ئې

لکه د مثمن چاربېتې دوه مربعې لري مثال ئې دا دې ـ

ابراهيم خليل الله يو ورځ سوال کړے وو

شو منظور د رب په در

په فرمان د رب ئې خپل پسر حلال کړے وو

قرباني د لوے اختر