نظم په داسې حال کښې Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 حقوق دانان وي نوکران د خان قاضي فاسد مفتي فاسق او فاجر 02 جرگه د صلح وي خانان ملکان هر يو له بل نه غلطی کښې ماهر 03 شاهد کذاب وي مصدق يې خاين د حق ليدو ته ړوند، قدرت ته ناظر 04 رشوت رايج وي واسطه نافذه کوي ډې کار د چا لحاظ او خاطر 05 مساوات نه وي وي تبعيض امتياز حق ته نظر وي بېخي شاذ او نادر 06 دعوی وي مينځکښې د فقير او غني يو ډېر غريب بل د الماسو تاجر 07 چې زور حاکم وي ظلم وي مشاور وکيل جابر وي يا وکيل د جابر 08 په داسې حال کښې عدالت غوښتنه د حماقت خو هم يو حد وي آخر 09 يو د قاضي په وره کښې څوک نه پرېږدي د بل په وره کښې قاضي هر وخت حاضر 10 يو له نظره د هر چا لوېدلی د بل ساقي ستايي غزل کښې شاعر 11 يو خوا خيرن زاړه شکېدلی کالي بل وي اغوستي لباسونه فاخر Dictionary meaning × Headword