غزل

په مړو کتو مي پر زړ ګي باندي باڼه تېروې

Darwish Durrani

زما د کور پر کاڼي ما و ته چاړه تېروې

د يار پر زړه باندي با ستا اوښکي اثر ونه کړي

پر دې غوړ لو ښي به تر څو سړې اوبه تېروې

لمرمخې ياره ستا خويونه هم د لمر غوندي شول

په راتګ هره ورځ راځې مګر شپه نه تېروې

نصيبه بيا د يار له شونډو يم بې برخي روان

ظالمه دا ځل مي هم تږی ترواله تېر وې

نورو خپل خوږ پرسراخستي وي په سروزخموکي

دروېشه ته  يې پټ ساتې ته  پرزړه تېروې