نظم په وربل باندې گرد Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خاورې شومه نو مې ځای پاس په وربل شه له دې رشکه په گلشن کښې مړاوې گل شه 02 د لاله زړگی شه تور له ډېره غمه له ناکامه د صحرا لور ته مايل شه 03 نرگس زېړ شه له ارمانه شينکی باغ کښې چې دا ځای و حق زما ولې د بل شه 04 آسمان هم له قهره شين شه چې دا ولې په معنی کښې جگ له مانه يو په سل شه 05 د عاشق بري په عجز او په نياز دی چاچې کړله سرليو يې راته خجل شه 06 زاهد قرب غوښته په زور دعمل باندې همدغه عمل دده مخکښې حايل شه 07 دا خاکي تن چې چا خاورې کړ په عشق کې د الفت په ژبه داسې وستايل شه Dictionary meaning × Headword