نظم

په وربل باندې گرد

ګل پاچا الفت

خاورې شومه نو مې ځای پاس په وربل شه

له دې رشکه په گلشن کښې مړاوې گل شه

د لاله زړگی شه تور له ډېره غمه

له ناکامه د صحرا لور ته مايل شه

نرگس زېړ شه له ارمانه شينکی باغ کښې

چې دا ځای و حق زما ولې د بل شه

آسمان هم له قهره شين شه چې دا ولې

په معنی کښې جگ له مانه يو په سل شه

د عاشق بري په عجز او په نياز دی

چاچې کړله سرليو يې راته خجل شه

زاهد قرب غوښته په زور دعمل باندې

همدغه عمل دده مخکښې حايل شه

دا خاکي تن چې چا خاورې کړ په عشق کې

د الفت په ژبه داسې وستايل شه