غزل
په زړه مې ولې راورېږې څه باران خو نه يې
پیر محمد کاروانهسې مې درد راويښوې زما درمان خو نه يې
د مخ په پاڼه به دې څه خوږه غزله ليک وي
سپينه کتابه يادوم دې دومره ګران خو نه يې
د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پيغامونه راوړي
دا مې خطا وه چې ويل مې سليمان خو نه يې
ستا د ستم د انتها به درته څه وايمه
د کوم ظالم مذهب پيرو يې مسلمان خو نه يې
ما به بې وخته لېونی کړې په اغزو به ګرځم
غېږ به رانه کړې ښکليه باغه بيابان خو نه يې
د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شنه سمندره زه دې څه کړمه توپان خو نه يې
د نور په غشو مې له هسک نه په لېمو کې ولې
نه راځې ستوری د اسمان شوې مهربان خو نه يې
ښکليه سالار که مې د عشق د منزلونو نه کړلې
بيا راته وايه چې درواغ وايې کاروان خو نه يې