غزل

په بزرگۍ د هغه پاک پروردگار

Rahman Baba

په بزرگۍ د هغه پاک پروردگار

موقوف مه شه په سړي د سړي کار

په سړي چې د سړي غرض موقوف شي

نور بې آبه بې حرمته شي روزگار

احتياج هسې بلا ده په جهان کې

چې پلار زوی کاندي د زوی او زوی د پلار

که د پير په خپل مريد باندې غرض وي

هېڅ يې نه وي په مريد باندې وقار

زمانه هسې بې مخه ده بې رويه

چې غالب کا په اسلام باندې کفار

په ساعت کې شاه گدای کا گدای شاه کا

دا فلک ځکه باله شي کج رفتار

چې همه عمر يې تاج وي په سر ايښي

ور په سر کاندي گېډی د خس و خار

چې قادر نه په درم نه په دينار وي

په هغو باندې گنجونه کا انبار

زمانې د رحمان زړه دی کباب کړی

له احواله يې څوک نه دي خبردار