غزل
په دنيا کې که څه کار دی خو د دين دی
Rahman Babaپه دنيا کې که څه کار دی خو د دين دی
ددې کار په کننده وو آفرين دی
چی تقوی او دينداري يې شي په بحره
دهغو دسعادت ستوری قرين دی
قناعت يې هسې خوند په خوله کې کښېښود
چې وچ ټوک يې په دهن کې انگبين دی
بې هاتيانو بې اوښانو بادشاهي کا
د زاړه پوزې ټوکر کې يې قالين دی
چې په خواست د حاجت پورته کا لاسونه
د اسمان دملايکو پرې آمين دی
چې قبوله کهتري کا په دنيا کې
د هغو په بهترۍ باندې يقين دی
تل د لوړې اوبه درومي و ژور ته
حق تعالی کمال ورکړی وکمين دی
خاکساري دخاکسارانو مرتبه ده
که زړوکي يې خيرن وي زړه يې سپين دی
د سرکښو سر که ور شي تر آسمانه
په دوه ورځې پس يې ځای زېر زمين دی
چې ښېوه په سر کشۍ او په لويۍ کا
د رحمت لايقت نه لري لعين دی
که صورت يې د سړي باله شي څه شو
په معنی کې سړی نه دی شياطين دی
که رحمان څخه متاع د دنيا نشته
شکر دا چې نه خودرای و نه خودبين دی