غزل

په دربار کوم د ښکلي دلبر عرض

Rahman Baba

په دربار کوم د ښکلي دلبر عرض

په هر دم په هر ساعت مکرر عرض

که قبول شي د مولا په پاک دربار کې

دا په روی د شاه نبي پيغمبر عرض

په مانند دگړيال په پينځه وخته

په شورش دغه له خوفه د سفر عرض

بې خاونده د کار (و) کله څه کېږي

څه که کار ته همېشه که قلندر عرض

دا رحمان بې نبي کله وڅښتن ته

شوی کولی د بل کار سراسر عرض