غزل

په دوا څه چې مرض وي په دوا کې

Hamza Shinwari

په دوا څه چې مرض وي په دوا کې

په شفا څه چې شفا نه وي شفا کې

زېړ او سور رنگ دعاشق لکه مڼه وي

چې يې يار ساتي په خوف او په رجا کې

سوز دسوز له وېرې داسې غايب شوی

چې مسکن يې پاتې نه دی په ژړا کې

د مجنون اوښکې چې خلاصې شوې بدن کې

غيريت لاړو ليلی شو په ليلی کې

چې رندان دزمانې ورته مشتاق وي

رعونت دی ځکه داسې په مينا کې

د شرابو دالست پکې لذت دی

ای حمزه ستا د سحر په واوېلا کې