غزل په دوران مې هسې رنگ دلبر پيدا شه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په دوران مې هسې رنگ دلبر پيدا شه گويا بل د نمر د پاسه نمر پيدا شه 02 يا طالع دزمانې يا بخت زما دی چې دا هسې رنگ شېرين بشر پيدا شه 03 چې قاصد د ورک يوسف زېری پرې وکړ د يعقوب د سترگو بيا نظر پيدا شۀ 04 عشق دی دا که يو فساد دی نه پوهېږم په جهان کې چې دا شور و شر پيدا شۀ 05 درېغه نخل د عشق مه وی زرغون شوی چې له ښاخه يې د غم ثمر پيدا شۀ 06 ملايک د عشق له غمه څه خبر دي خو هم ما لره دا سخت سفر پيدا شۀ 07 يو د ترکو بې نيازي بل عاشقي شوه په پرهر باندې مې بل پرهر پيدا شه 08 د نا اهل زويه پلار به څه ښادي کا چې نه ېشته يې لئيم پسر پيدا شه 09 بيا به روغ د عاشقۍ له رنځه نه شي په هر تن کې چې د غم اثر پيدا شۀ 10 چې هُنر عيب کوي عيب هُنر کا د رحمان په دور کې دا هنر پيدا شۀ Dictionary meaning × Headword