غزل

په حالت د عاشقانو نظر بويه

Rahman Baba

په حالت د عاشقانو نظر بويه

په زيارت د شهيدانو گذر بويه

بې مرشده خبر څوک د مريد اخلي

غوڅ په غم د فرزندانو پدر بويه

بې ريباره رسېده و يار ته گران دي

په کوڅه د مهرويانو رهبر بويه

بې هنره چا دولت موندلی نه دی

په خدمت د صاحبانو هنر بويه

ستا له سترگو مې هر گوره ملازه شي

له دې هسې سياه دلانو حذر بويه

ښه چې سترگې خدای ملالې کړې د ترکو

لږ په زړه دظالمانو اثر بويه

ستا په داغ به هر يوزړه مشرف نه شي

دغه تاج د بزرگانو په سر بويه

چې خبر د رحمان نه اخلي يار بد کا

بادشاهان له گدايانو خبر بويه