غزل په اول کې تا د عشق وهلې لافې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په اول کې تا د عشق وهلې لافې هغه لافې دې اوس ولې کړې خلافې 02 اوس خپل سر ورته محکم نيولی اوسه چې د غم مصي دې ځان ته کړې مصافې 03 سپين چلتار په يوه ټکي بدنما شي د ارزالو چارې مه کړه که اشراف يې 04 بې تميز خومعرفت کولی نه شي ته کره کوټه معلوم کړه که صراف يې 05 ځان دې ولې بې حيا کړ بې حجابه چې پټ کړی دې دمينې په غلاف يې 06 که داهسې لويي غواړې لويي داده که په اصل کې منصور غوندې نداف يې 07 د دوران له فسادونو موشگاف يې د تقصير سبب يې کوم دی رامعلوم کړه 08 مين وژني بې له جرمه نا انصافې کوم صفت به زه رحمان دا ستا بيان کړم Dictionary meaning × Headword