غزل
په پښتنه وينه زرغون ښکاري
Hamza Shinwariپه پښتنه وينه زرغون ښکاري
چې په دې بڼ کې زړه راښکون ښکاري
د پښتونخوا په زړه کې ناست يمه زه
چې په رگ رگ کې مې ژوندون ښکاري
نن د پښتون نوي لېمه کړه پيدا
ورته سبا او هم پرون ښکاري
د مليت جنونه ځار دې شمه
چې هر افغان دې افلاطون ښکاري
جوړ په ماحول يې کړي موسکا د گلو
دا برکت د زړه چاودون ښکاري
د پښتنې فضا د ژوند نبضونه
توند او تاوده لکه پښتون ښکاري
لاس يې ورواچوو گرېوان ته د وخت
څومره هوښيار دغه مجنون ښکاري
راغلې له ستوريو نه موسکا شوکوي
خير زما اوښکې په شبخون ښکاري
نن لکه نن چې دی، پخوا به نه و
پکې سبا او هم پرون ښکاري
غږ د جرس رانزدې کېږي حمزه
زمونږ کاروان بېرته راستون ښکاري