غزل په پښتنه وينه زرغون ښکاري امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په پښتنه وينه زرغون ښکاري چې په دې بڼ کې زړه راښکون ښکاري 02 د پښتونخوا په زړه کې ناست يمه زه چې په رگ رگ کې مې ژوندون ښکاري 03 نن د پښتون نوي لېمه کړه پيدا ورته سبا او هم پرون ښکاري 04 د مليت جنونه ځار دې شمه چې هر افغان دې افلاطون ښکاري 05 جوړ په ماحول يې کړي موسکا د گلو دا برکت د زړه چاودون ښکاري 06 د پښتنې فضا د ژوند نبضونه توند او تاوده لکه پښتون ښکاري 07 لاس يې ورواچوو گرېوان ته د وخت څومره هوښيار دغه مجنون ښکاري 08 راغلې له ستوريو نه موسکا شوکوي خير زما اوښکې په شبخون ښکاري 09 نن لکه نن چې دی، پخوا به نه و پکې سبا او هم پرون ښکاري 10 غږ د جرس رانزدې کېږي حمزه زمونږ کاروان بېرته راستون ښکاري د قاموس مانا × اصلي کلمه