غزل

په طلب د مهرويانو سرگردان دی زما روح

Rahman Baba

په طلب د مهرويانو سرگردان دی زما روح

لکه باد د گل په بوی پسې پرېشان دی زما روح

ستا د حسن و آفتاب ته ځان سپاري په تبسم کې

لکه صبح د ژړا په ځای خندان دی زما روح

چې يې وليده د ستا د جمال عکس په خپل ځان کې

هم په دا د آيينې په څېر حيران دی زما روح

ستا دمخ د آيينې له برکته زما جانه

همېشه لکه طوطي هسې گويان دی زما روح

لکه رنگ دميو نابو چې ليده شي په ښيښه کې

هسې رنگ په ضعيف تن کې نمايان دی زما روح

منتظر دې د وصال دگلستان يم تل تر تله

سر تر پايه د شبنم په څېر چشمان دی زما روح

چې حاصله مې له حسنه روښنايي شوه په طلب کې

شپه او ورځ لکه آفتاب په لار روان دی زما روح

ستا په زلفو په رخسار پسې رحمان يم بې وطنه

مسافر د هندوستان و خراسان دی زما روح