غزل په تصور ديار ودان مې شو وطن د خيال Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په تصور ديار ودان مې شو وطن د خيال باغ د ارم مې رنگينۍ شوې په لمن دخيال 02 نن په صحرا کې د وحشت راغی سپرلی د سکون پيوند وي ستن د اميد مې پېرهن د خيال 03 خاندې که ژاړې ستا رضا خو په دې ځای شمعې پس دمودې مې شو روښانه انجمن دخيال 04 د اميد ناوې چې په عقد کړه زلمي د خيال حورې غلمان دې په معنی لوڼه زامن دخيال 05 څه شو په دې که دا فلک د ورځو شپو کوي خلق ميده دنيا بله پيدا مې کړي مېچن دخيال 06 پنجې د برق دباز لري نه کوي تله خو رسي پر د هما نه دمراد راوړي ښکارزن دخيال 07 ماته مهرو شو نن په تلو تلو کې موسکی حمزه که شو اشنا د نوبهاره مې چمن دخيال Dictionary meaning × Headword