غزل په هر زړه چې د يار مينه شي غالبه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په هر زړه چې د يار مينه شي غالبه بله مينه يې هېڅ نه وي مناسبه 02 نورې واړه مرتبې به ورته هېڅ شي که خبر شي څوک له هسې مراتبه 03 لياقت يې هر وگړي څخه نشته عاشقي يوه پايه ده عجايبه 04 د طلب له کوتاهۍ يې وېره وکړه که هر څو دې لار کوتاهه ده طالبه 05 عشق څرگنده خزانه ده خوار هغه شه چې څرگنده خزانه شوه ترې غايبه 06 غوره خط دمهرويانو تر خط نشته که هزار رنگ کتابونه کړي کاتبه 07 هېڅ يې مه پوښته له فرضو له واجبو په هغو چې عاشقي کړه خدای واجبه 08 عاشقان ترسر و ماله يار ته تېر دي خدای دې دا طايفه نه کاندي کاذبه 09 زه رحمان دخپل صاحب په رضا زيست کړم څه په کار دی بنده بې خپله صاحبه Dictionary meaning × Headword