غزل
په يوه غمزه د سترگو يې فنا شوم
Rahman Babaپه يوه غمزه د سترگو يې فنا شوم
سر تر پايه بې بنياده بې بقا شوم
ما د يار له غمه دم وهلی نه دی
که مې دم وهلی نه دی هم رسوا شوم
ښه چې تن مې تويه تومنه شوه په عشق کې
هاله څاڅکی د شبنم وم اوس دريا شوم
زه د يار و مخ ته گورم يار و ماته
چې داخل په تماشا شوم تماشا شوم
په هجران کې يې گدا وم کند په غاړه
په وصال کې يې بيا ځان او اُمرا شوم
په خپل کلي په خپل کور کې مې غربت دی
په صدف کې يتيم دُر غوندې يکتا شوم
مستوري راڅخه يووړه مستو سترگو
رحمان ځکه په وگړي کې رسوا شوم