نظم
پايکوب
Abdul Bari Jahaniزموږ يې لاسونه په ګناه ولړل
دوى د زنار غوټي شلولي دي
موږ يې د جام نوبت په خم واړاوه
دوى د دوږخ نارې وهلي دي
زموږ د مستۍ نارې آسمان ته ختې
ساقي سېراب د تږو زړونو کاوه
زاهد د سترګو تر کونجو کتله
ده لا حساب د ګناهونو کاوه
دوى لا خبري د کوثر کولې
موږ د خيالي جنت قصرونه وران کړل
دوى يې په تشو پيالو وغولول
موږ يې د ميو ډک خمونه وران کړل
دوى په کوډل کي وزرونه خلاص کړل
موږ ته زندان د الوتلو نه و
دوى له نري بارانه وتښتېدل
موږ ته سېلاب د ټينګېدلو نه و
موږ د آزادو الوتو په خاطر
دلته قفس کي وزرونه مات کړل
چا د زندان پنجرې ماتي کړلې
چا په سوکونو کي لاسونه مات کړل
موږ د يوې مستي شېبې په خاطر
ځان د ګرداب و بدمستۍ ته ورکئ
د دې اوږده مړاوي ژوندون عوض مو
يوه ګړۍ و پايکوپۍ ته ورکئ