غزل
پښتون سیده دشرق نامداره ددین او علم دکور سرداره
Gul Pacha Ulfatتللی وې چیرې دڅه دپاره دچاله غمه وې ناکراره
توره تیاره وه مړه اولسونه
راپاڅول تا ویده قومونه
چیرته چې لاړې ته رهنما شوې دحق دلارې صحیح پیشواشوی
رهبر دعلم او دمعنی شوې ړندو دپاره دلاس امسا شوې
راوړه دنیاته تا پيغامونه
نوي فکرونه ښه ښه خویونه
ستا په ښودنه ویښ انسانان شول تازه باغونه بیا دعرفان شول
مشهور دنیا کې ستا شاګردان شول روښان فکرونه ستا په بیان شول
ستا له مشعله رڼا شوه زړونه
ډک ؤ خکمت نه ستا تعلیمونه
ټوله دنیا کې وګرځیدلې په شرق او غرب کې نه ځائیدلې
چې په منبر به ودریدلې له هر چا پورته ښکاره کیدلې
له تا سره وو ډیر تا ثیرونه
درته حیران وو ډیر عالمونه
دنیا رڼا شوه ستا له تنویره جهان خبردی ستا له تا ثیره
حق سر اوچت کړ ستا له تقریره ستا له تحریره ستا له ضمیره
وښورول تا غا فل فکرونه
څومره خواږه ؤ ستا بیانونه