غزل

پښتون سیده دشرق نامداره           ددین او علم دکور سرداره

ګل پاچا الفت

تللی وې چیرې دڅه دپاره              دچاله غمه وې ناکراره

توره تیاره وه مړه اولسونه

راپاڅول تا ویده قومونه

چیرته چې لاړې ته رهنما شوې                 دحق دلارې صحیح پیشواشوی

رهبر دعلم او دمعنی شوې                    ړندو دپاره دلاس امسا شوې

راوړه دنیاته تا پيغامونه

نوي فکرونه  ښه ښه خویونه

ستا په ښودنه ویښ انسانان شول                  تازه باغونه بیا دعرفان شول

مشهور دنیا کې ستا شاګردان شول        روښان فکرونه ستا په بیان شول

ستا له مشعله  رڼا شوه زړونه

ډک ؤ خکمت نه ستا تعلیمونه

ټوله دنیا کې وګرځیدلې                په شرق او غرب کې نه ځائیدلې

چې په منبر به ودریدلې                 له هر چا پورته  ښکاره کیدلې

له تا سره وو ډیر تا ثیرونه

درته حیران وو ډیر عالمونه

دنیا رڼا شوه ستا له تنویره         جهان خبردی ستا له تا ثیره

حق سر اوچت کړ ستا له تقریره          ستا له تحریره  ستا له ضمیره

وښورول تا غا فل  فکرونه

څومره خواږه ؤ ستا بیانونه