غزل
پورته کړه نقاب دې چې دنيا لېمه لېمه شي
Hamza Shinwariپورته کړه نقاب دې چې دنيا لېمه لېمه شي
رادې شه په مړو چې مسيحا لېمه لېمه شي
راشه کړه دگل او د نرگس جگړه خلاصه
هغه چې غوږ غوږ شي درته، دا لېمه لېمه شي
زه په زړه داغونه چراغان يوازې نه يم
ستوري به هم ټول درته بېگا لېمه لېمه شي
گواښ دپښتنو بڼو که څو وي په دروغه
زخم به هر يوورته رښتيا لېمه لېمه شي
هر شی د دنيا درته په ځير دی خفه نه يې
برند شې چې کوم دم درته حمزه لېمه لېمه شي