غزل

پســــــرلــــــــی ! بیا دې راوړه سره ګلـــــــــونـــــــــه

Gul Pacha Ulfat

بیا به جګ کـــــــــړی دبلبلو فـــــــریــــــــادونــــــــــه

سرې لمبې دې ارغوان بانـــدې کــــــــــړی بلــــــــې

دګل پاڼو کې دې نغښتـــــــي ســــــــره اورونـــــــه

شنې لوخړې پـــــورته کیـــــــــږي لـــــــه چنـــــــــاره

په شنو څانګو مرغان ځکه کړي شــــــــورونـــــــه

بیا دغـــــــرو رغـــــــــو لمنـــــــو اور اخیستــــــــی

یا صحرا کړه دفــــــرهاد وینـــــــــو ګلګــــــــونـــــــه

دلیلی له خاورو ســــــــره لاله شـــــــــوه پـــــــورتـــه

پکې وینـــــــم دمجنــــــــــون دزړه داغــــــــونـــــــــه

ستا له رنګ په رنګ ګلونــــه معلــــــــومیـــــــــږي

چې لرې ډیرې جلـــــوې ډیر نیـــــــرنـــــــــګونــــــــه

سرخ رويــــــي دګلشنونــــــــــو پـــــــــه نصیب شوه

په راتلو دې هره سیمــــه شــــــــــوه زرغـــــــــونــــــه

دګلانو په ښایسته ښکلـــــــــــي حـــــــــرم کـــــــــې

بو راګان کړي لــه غنچــونه طــــــــوافــــــــونـــــــــه

دادګلــــــــو پـــــــــه مخ وینـــــــــــم  که دښـــــــکلو؟

مرغلــــــرې که خولـــــــې کـــــــه شبنمـــــــــــونــــــــه

څوک په باغ او څوک دغرونو په لمــــــــن کــــــــې

دبهار له فیضه وینـــــــي  ښـــــــــه مخـــــــــونــــــــه

پســـــــرلــــــــی یــــــا دبـــــــــورا یـــــــــا دبلبــــل دی

اوښـــــــان کله کــــــــړي دځوز او ګل فـــــــرقــــــونه

دبلبلو پـــــــــــه نظـــــــــر ګلـــــــو تــــــــه ګـــــــــوره !

لیلی نه ده چالیـــــــــدلې بې مجنــــــــــــــونـــــــــــه

دګل پاڼو کــــــې که ښکلــــې معنــــــــــی وینـــــــې

دې رنګین شعر کې شته ډیر مضمـــــونونــــــــه

خاونـــــدان دبصیــــرت شعــــــــــور او کشــــــــف

بـــې الفا ظو دمعنی کـــــــــــــــوي سیلـــــــونــــــــه

دړنــــــدو کڼو بهــــــار څــــــــــه بهـــــــــار نـــــــه دی

اوس پــــکار دي بینا سترګې زور غـــــــوږونـــــــه

ستـــــرګې پورته کړه له خوبه رابیــــــــــدار شــــــــه

ویـــــده نه لري څه برخه لـــــه ژونــــــــــــدونـــــــــــه

ســـــــوز و ساز  دشوق و ذوق ته دې رابولــــــــــي

چـــــــې سحر باغ کې بلبل کړي اذانــــــــونـــــــــــه

عبـــــادت کوی که فکر ؛ کــــه خـــــــــمـــــــار دی؟

چــــې غونچو ځوړند نیولـــــــــي دي ســــــــــرونه

څـــــــه نغمې دي څه جلوی څـــه ننــــــــــــدارې دي

تـــــل دې وي ښکلي مخونه ښه غـــــــــــــــږونــــــــه

بـــــاغ سمسور دی سریندې پکې غــــــږیـــــــــږي

نـــــــــه څه ویني نه څه اوري دیـــــوالــــــــــونـــــــــه

پــــــه شعــــور دبلبلانــــــــــــو بـــــــــــې له ګلــــــــــو

پـــــــه دنــــیا کې نشته نـــــــــور حقیقتـــــــــونـــــــــه

هـــــــــر څوک  غواړي  هغه څه چې زړه یې غواړي

څــــــــاروي ځــــــــکه  لټـــــوي شنه چمــــنونـــــــــــه

مــــــــا ورا له رنګ وبوی لــــــه خوندو صـــــــــوته

ســــــــړی مومــــــــي پسرلي کې نور کیفــــونـــــه

دعشــــــــــق اوردی او که  بـــــــرق دښو مخونـــــو

چــــــې سینـــــــو کــــــې یې تاوده کړه ساړه زړونه

بیا دلمر زړه کې پیدا  زیــــــات حـــــــرارت شــــــو

په جوش راغله  بیا دوریځــــــو ډک خمــــــــونــــــه

دفلک له شنـــې مینــــــــــا  صهبــــــا څڅيــــــــږي

خلـــــــق وایــــــــي چــــــې وریـــــږي بارانـــــــونـــــــه

دسینـــــــدونــــــــو مستــــي ورځ په ورځ زیا تیږي

شپه او ورځ شور و غو غا لري مـــــوجــــــــــونـــــــه

دباغ کورته بیا ښادی خوشحالــــــی راغـــــــلــــــــه

ونــــــــو واچـــــــــــول پــه غــــاړه امیلـــــــــونـــــــــــه

په رنګینو ښــــــو جامــــــــــــــو کې ګډا  کانــــــدي

له مستیــــــه شکوي یو دبــــــــــــل هــــــارونــــــــــه

هیــــــڅ پروایې په چا نشته ورتــــــــــــه ګــــــــــورئ

په اتـــــڼ کې ښکلوي څانـــــــــګې ښــــا خــــــــــونه

دبهــــار دنسیم څــــــرنـــــــــګه تـــــــــــا ثیــــــــر دی

ونـــــې راغلې په نغمو کوي رقصـــــــــونــــــــــــــــه

داموسم  دښکلي توب کــــــــه دمستـــــــــــــۍ ده

له بلبله که له ګل وکــــړم تپـــــــــــو ســــــــونــــــــه

دبهـــــار ار مغـــــــــان  ګل  دی که  بــــــــلبـــــــل دی

نغمه ښه ده که دښکلــو دیـــــــــدنــــــــونــــــــــه ؟

غـــــوږ او سترګې بیــــــــلـــې لارې لارې زړه تـــــــه

دلیـــــدو اوریدو بیل بویــــــــه خونــــــــــدونـــــــــه

پسرلي کې که دګلــــــــو ننـــــــــداری کــــــــــړئ

هیـــــــــــــروئ مه « دبلبــــلو زیـــــــارتــــــونـــــــه »

پــــــس له څو قرنــــو دغـــــــــور دبـــــــلبــــــلانــــــو

پښتنــو تــــــه راځــــــــــي هســـــــــې اوازونــــــــه

چـــــې پخوا به پسرلی په دې هیـــــــــواد کــــــــې

لـونل غرونو کې ښایسیته ښکلي لا لــــــونــــــــه

بـــــــل ښایست بل ، بل ښکلیتوب ، بل پسرلی ؤ

ښـــــــکارندوی چې یې ستا یلي  سینــګارونــــــه

ورځــــې نوری، وږمې نورې هــــر څـــــه نـــــور وو

پــــــــــه بــــل راز ؤ داسمــــــــان هلتــــــه دورونـــــه

په لیمو دې څه زلړه رانــــجـــــــه کـــــړه پــــــورې!

بیــــا وګوره دغوریانــــو اوچــــــــت غـــــــرونــــــــه

سیموغان  او رستمان به پکــــــــې میشـــــــــت وو

دمندیش غره کې وو بل راز تـــــــاثیــــــــرونــــــــــه

ددې هسکو غرو له ســـره  بـــــــه ډیــــــــر لــــــــرې

شـــــــــا مـــــــــدام زموږ بازانو کړل څـــــــارونــــــه

داسمــــــــــان درڼو ستــــــــورو ځـــــــــل چـــې وینم

را یادیږي دپښتـــــــــــون شهـــــــــاب ځلــــــونـــــــه

پـــــــــه زړه نغمـــــــه کــــــــې هغــــــــه مستي ګورم

چې یــــــــې وران کـــــــــړه  دبمبــــــڼو  بـــــــو دتونه

سپیـــــــن مخونـــــــو سرو ګلونو ته  چې ځیر شـــم

را په یاد شي سپینې تـــــورې سره لاســــــونــــــــــه

فیروز کوه دغره لمنې پـــــــــــه بــــــل شــــــــان وې

اوسیدل پکې بل شــــــــانــــــــې اولســـــــونـــــــــه

دداور دارم بــــــاغ پــــــــه چیـــــــنو بـــــــانــــــــدې

دچنــــــــار پــــــــه ځــــــــــای ولاړ صنــــــــــو بــرونه

ښایسته هوسۍ به مستــې ګــــــــرځیــــــــدلــــــــې

ډک له  سل رازه مر غـــــــانـــــــو وو بڼـــــــــونـــــــه

دمــــــــرمــــــــرو د رُ خامــــــــــــو خـــــــــول ما ڼیــــو

دلمـــــــــر ستــرګې بریښولې تــــــــر پــــــــرونـــــــه

دســرو زرو وو چـــــــرګان په دیــــــــوالــــــونــــــــو

چـــــــــــې لرل یــې دالمــــــــــاســــــــــو وزرونـــــــــه

پسرلی به ستا له سیمـــو وتـــــــــې نـــــــــه شــــــــو

پکــــــې تل وو څلـــــــــور واړه  مو سمـــــــــونــــــــه

لمر ؤ بل ، سپوږمۍ وه بله  ستــــــوري نـــــــور وو

ته هم بل شان ایسیــدلـــــــــې ای پښتـــــــــــونـــــــه