غزل
پسرلی ! بیا دې راوړه سره ګلونه
ګل پاچا الفتبیا به جګ کړی دبلبلو فریادونه
سرې لمبې دې ارغوان باندې کړی بلې
دګل پاڼو کې دې نغښتي سره اورونه
شنې لوخړې پورته کیږي له چناره
په شنو څانګو مرغان ځکه کړي شورونه
بیا دغرو رغو لمنو اور اخیستی
یا صحرا کړه دفرهاد وینو ګلګونه
دلیلی له خاورو سره لاله شوه پورته
پکې وینم دمجنون دزړه داغونه
ستا له رنګ په رنګ ګلونه معلومیږي
چې لرې ډیرې جلوې ډیر نیرنګونه
سرخ رويي دګلشنونو په نصیب شوه
په راتلو دې هره سیمه شوه زرغونه
دګلانو په ښایسته ښکلي حرم کې
بو راګان کړي له غنچونه طوافونه
دادګلو په مخ وینم که دښکلو؟
مرغلرې که خولې که شبنمونه
څوک په باغ او څوک دغرونو په لمن کې
دبهار له فیضه ویني ښه مخونه
پسرلی یا دبورا یا دبلبل دی
اوښان کله کړي دځوز او ګل فرقونه
دبلبلو په نظر ګلو ته ګوره !
لیلی نه ده چالیدلې بې مجنونه
دګل پاڼو کې که ښکلې معنی وینې
دې رنګین شعر کې شته ډیر مضمونونه
خاوندان دبصیرت شعور او کشف
بې الفا ظو دمعنی کوي سیلونه
دړندو کڼو بهار څه بهار نه دی
اوس پکار دي بینا سترګې زور غوږونه
سترګې پورته کړه له خوبه رابیدار شه
ویده نه لري څه برخه له ژوندونه
سوز و ساز دشوق و ذوق ته دې رابولي
چې سحر باغ کې بلبل کړي اذانونه
عبادت کوی که فکر ؛ که خمار دی؟
چې غونچو ځوړند نیولي دي سرونه
څه نغمې دي څه جلوی څه نندارې دي
تل دې وي ښکلي مخونه ښه غږونه
باغ سمسور دی سریندې پکې غږیږي
نه څه ویني نه څه اوري دیوالونه
په شعور دبلبلانو بې له ګلو
په دنیا کې نشته نور حقیقتونه
هر څوک غواړي هغه څه چې زړه یې غواړي
څاروي ځکه لټوي شنه چمنونه
ما ورا له رنګ وبوی له خوندو صوته
سړی مومي پسرلي کې نور کیفونه
دعشق اوردی او که برق دښو مخونو
چې سینو کې یې تاوده کړه ساړه زړونه
بیا دلمر زړه کې پیدا زیات حرارت شو
په جوش راغله بیا دوریځو ډک خمونه
دفلک له شنې مینا صهبا څڅيږي
خلق وایي چې وریږي بارانونه
دسیندونو مستي ورځ په ورځ زیا تیږي
شپه او ورځ شور و غو غا لري موجونه
دباغ کورته بیا ښادی خوشحالی راغله
ونو واچول په غاړه امیلونه
په رنګینو ښو جامو کې ګډا کاندي
له مستیه شکوي یو دبل هارونه
هیڅ پروایې په چا نشته ورته ګورئ
په اتڼ کې ښکلوي څانګې ښا خونه
دبهار دنسیم څرنګه تا ثیر دی
ونې راغلې په نغمو کوي رقصونه
داموسم دښکلي توب که دمستۍ ده
له بلبله که له ګل وکړم تپو سونه
دبهار ار مغان ګل دی که بلبل دی
نغمه ښه ده که دښکلو دیدنونه ؟
غوږ او سترګې بیلې لارې لارې زړه ته
دلیدو اوریدو بیل بویه خوندونه
پسرلي کې که دګلو ننداری کړئ
هیروئ مه « دبلبلو زیارتونه »
پس له څو قرنو دغور دبلبلانو
پښتنو ته راځي هسې اوازونه
چې پخوا به پسرلی په دې هیواد کې
لونل غرونو کې ښایسیته ښکلي لا لونه
بل ښایست بل ، بل ښکلیتوب ، بل پسرلی ؤ
ښکارندوی چې یې ستا یلي سینګارونه
ورځې نوری، وږمې نورې هر څه نور وو
په بل راز ؤ داسمان هلته دورونه
په لیمو دې څه زلړه رانجه کړه پورې!
بیا وګوره دغوریانو اوچت غرونه
سیموغان او رستمان به پکې میشت وو
دمندیش غره کې وو بل راز تاثیرونه
ددې هسکو غرو له سره به ډیر لرې
شا مدام زموږ بازانو کړل څارونه
داسمان درڼو ستورو ځل چې وینم
را یادیږي دپښتون شهاب ځلونه
په زړه نغمه کې هغه مستي ګورم
چې یې وران کړه دبمبڼو بو دتونه
سپین مخونو سرو ګلونو ته چې ځیر شم
را په یاد شي سپینې تورې سره لاسونه
فیروز کوه دغره لمنې په بل شان وې
اوسیدل پکې بل شانې اولسونه
دداور دارم باغ په چینو باندې
دچنار په ځای ولاړ صنو برونه
ښایسته هوسۍ به مستې ګرځیدلې
ډک له سل رازه مر غانو وو بڼونه
دمرمرو د رُ خامو خول ما ڼیو
دلمر سترګې بریښولې تر پرونه
دسرو زرو وو چرګان په دیوالونو
چې لرل یې دالماسو وزرونه
پسرلی به ستا له سیمو وتې نه شو
پکې تل وو څلور واړه مو سمونه
لمر ؤ بل ، سپوږمۍ وه بله ستوري نور وو
ته هم بل شان ایسیدلې ای پښتونه