نظم پسرلی راغلی Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 باغوانه زېری مې درباندې پسرلی راغلی وخت د گلانو او موسم ډېر گلالی راغلی 02 دا په سحر کښې غوړېدلی د گلاب غوټۍ ده که د ښادۍ په ورځ د سروزرو تالی راغلی 03 دغه شنې پاڼې دی چې ځان پکښې سوسن بټ کړی که له جنته د خلعت ښايسته کالی راغلی 04 بلبله گرزي خپل پردی باندې دا زېری کوي چې گل ته گورئ بيا زما ښايسته لالی راغلی 05 اوزي صحراته ښايسته جونی گلانو پسې د فرش د پاره غرو رغو ته شنيلی راغلی 06 بيا د الفت او محبت نارې بلبله وهي په گرمجوشۍ کښې بهار څومره بريالی راغلی Dictionary meaning × Headword