نظم قهرمانه پېغله Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په ښايست کښې درخانۍ سره وه سياله قهرمانه د ميوند پېغله ملاله 02 ښکليتوب يې نارينتوب کښې وپټ شوی څوک يې هېڅ نشو خبر له خط و خاله 03 د جلال قصې يې هر چېرته کېدلی چايې لرې پلونکړ له جماله 04 گلالۍ پېغله وينا چې وي نقاده مبارزه مجاهده زمرياله 05 د ښکلا شهۍ وي پټه شهامت کې زمری جوړ شي د غزلې له غزاله 06 څوک يې نه ويني ښايست شجاعت ويني که هر څو وي په ښايست کښې بې مثاله 07 د درخو د عشق سندرې ترې مه غواړه د " الفت" طبع هر گوره ده ملاله Dictionary meaning × Headword