نظم
قاصد لېږل په عزيز پسې د پلار او قسم نامه غوښتل د عزيز د پلاره چې منع مې مه که له دې کاره
Abdul Hamid Momandچې رواج فراموشي ده دخوبانو
هېرول دود و دستور دی دبتانو
ته هم ای د کبر ناز په می مدهوشه
خطايي زما خسته کړه فراموشه
عاقبت يې نمک پاش د تکلم
ترحم شو جلوه گرله تبسم
چې يې زړه مهربانۍ مهربان کړ
دا جواب ورته شاهد پخپل زبان کړ
ای چې ځای د هر کمال لري پيغام ستا
مرتبه دې شه جزا په دا اقدام ستا
هغه پير که په ظاهر يم زه ياد کړی
په باطن يې دا جواب دی بل ته کړی
که يې واخيست زما نوم څه شو هوښياره
ده پېيلی دی دا هار د بل د پاره
چې هرگز سره اشنا نه يو نېک نوم
کا دا هومره شفقت په ما له کوم
نور څوک نه بولي خپل زوی په گوته بولې
دادی ناست خو دی وپوښته څۀ بولې
که راضي زما په تله وي دله خسته
ځم د زلفو په ځنځير غاړه بسته
بې دده له سلازه په کومه خوله
کړم سلا د خود رايۍ په خپله تله
هر چې ده په دغه باب درکړ جواب
هم هغه زما جواب دی با صواب
چې تمامه يې نغمه کړه بې درشتۍ
کړ عزيز ځنې معلوم کار د اشتۍ
لاعلاج يې دا مذکور واخست په ژبه
وې يې واوره ای زما سهي صاحبه!
تل دې وه دصلحې ور لرې په مخ
هم دې برق وهه په مخ، توره د سخ
پلار مې هسې ناکرده ده په ما کړې
چې به نه وي په دښمن باندې چا کړې
پرده در دعيب جويۍ چې پرده دار شي
پلار له زويه بې اعتباره ، زوی له پلار شي
تسلي په دا وينا نه ده د کړو
په دا نه د دام ويسا نه ده دکړو
دا پيغام دناصبوره نا شکېب دی
موږه څه زده چې راستي کا که فريب دی
که زموږ له تعهده وجار وزې
دوباره به په غم تاو شي لکه مزی
مه ستېږه په تش گفت ددې زاړه
يو په ست ښه ايسي بل په نه خواړه
که رښتيا يې بېدادي وي له زړه تللې
مهر داد يې ،وي کينه له سينې وللې
دی به راستوي قوي قسم نامه
مشتمله داخلاص په هنگامه
چې قاصد مبارک يې په جواب پوه شو
لکه باد له باره سپک د غم اندوه شو
د راتلو زېری په خوله بېرته روان شو
څو چنده تر باده تېز په لار روان شو
يو په يو يې اورېدلي ورته واړه
واورول چې هسې وايي هغه دواړه
راشه راوړه ساقي می بې درشتۍ
محتسب له جنگه راغی په آشتۍ
مستانه می د احسان په يوه جام کړه
بې آرامه زړه مې څه خو په آرام کړه