نظم
قصه اورېدل د شاهد او ترحم پيدا کېدل دده دعزيز پر حال او په وعده خوشحالېدل د هغه
Abdul Hamid Momandد عاشق تورې طالع، څه خو وبرېښه
گونډې وکه باندې يار د مهر پېښه
ښايي اوس که غمزده اسوده کېږي
د جهان فتنې څملي اوده کېږي
برندې سترگې يې زما د خوب وړې کړې
خوب په تيکي کې د غم تېرې چړې کړې
سپی رقيب له غپهاري په قرار شو
دمېنو منکر بخت په حق اقرار شو
قصه خوان ددې قصې چې قصه وايي
په دا رنگې له خرواره موټی نمايي
په شاهد چې غلبه د خوب آشوب شو
په پهلو يې منور بستر د خوب شو
په پالنگ لکه خرمن دگلو پرېووت
که لوگری په چمن د گلو پرېووت
د غونچې په څېر يې ځان په شالو ونغښت
د همای په څېر يې بخت په بالو ونغښت
تن يې ښکلی دلارام شو د څادر خپل
غږېده ورته تارونه د بستر خپل
يوه يار ورته کوله دا قصه
چې يې وژله پرې ددده دخوب غصه
په کنعان کې دخوبۍ يوپادشاه و
چې په مصر کې د حسن يوسف جاه و
د زاهد په صبر زهد په تاراج و
اچولی يې د نمر په سر خراج و
په رکاب کې يې دحسن څو فتنې تلې
په جلب کې يې د مخ هزار کينې تلې
په شکست کې يې د زلفو سل بري وو
ورته اېل حلقه بگوش
د غمزې په تېره تېغ يې زړوه سکښته
عالمونه يې دعقل سره نغښته
يوگدايې په جمال مَين فدا و
چې يې زړه دده په عشق سره ادا و
گدای څه وچې دمينې له رموزه
سر تر پايه سره لمبه و شنه ډډوزه
هر ساعت د عشق په اور کې لولپه
دم قدم په خپل ژوندون پورې خپه
نهايت د عشق په کار کې تت وزری
د ايرو په بستر پروت لکه بڅری
شاه له شرمه له حيا لکه آهو
له عالمه د شوخۍ تللی په هو
گدای يو موټی ايرې د عشق په اور
گرېوان څيرې په پښې يبل سر سر تور
شاه په دا رنگه شوکت په نزاکت کې
او گدای په دې شدت د فلاکت کې
له دې هومره تفاوت سره لالنه
دواړو پت د محبت سره پالنه
نه شاه ننگ له گدايۍ دگدايی کړ
نه گدای نظر په سوري د همای کړ
دا قصه يې له اوله تر آخره
يو په يو ورته بيانه کړه فاخره
چې تر غوږه د شاهد دغه نغمه شوه
دلاسه يې د عزيز په زړه تغمه شوه
وې يې زه هم يومحتاج لرم دا هسې
چې يې زه په عشق تاراج لرم دا هسې
زما هم په دا دستور سوی مين شته
په دارنگ مې په ديدن پسې غمجن شته
په ډيوه زما د حسن پروانه دی
دجنون ځنځير په غاړه دېوانه دی
سر و مال زما د مخ په لمبه بس
لکه خس هسې سېځي په هر نفس
په پياله زما دمينې هسې مست دی
چې هر دم د ننگ و شرم په شکست دی
ځان جهان زما په ياد ورڅخه هېر دی
ذکر فکر يې زما تر زړه چاپېر دی
له ده دا عجز ونياز تمنا گوره
له ما دا کبر دماغ استغنا گوره
دا کوم طور دی، کوم پت، کوم مروت دی
دا کوم عدل، کوم انصاف، کوم فتوت دی
له راستۍ به يې څه راوشي گوره
که مې نه کا په نېکۍ بدي درگوره
مې بايد چې په اخلاص ورسره يار شم
بې پروا له بده پنده د اغيار شم
چې څوک مري هغه دې ومري له دې وويه
ست وپت د آشنايي ساتلی بويه
هغه دم يې دا منگير مهر وکرم شو
دارو گر د خپل ويشتلي تر حرم شو
و حاضر په هسې ساز په هسې ناز شو
چې سهيل اشنا گداز، اشنا نواز شو
په يوه لمبه يې دېگ د ترحم
کړ ښکاره په شونډو جوش د تبسم
د زړه لعل د عشق ساز په ترحم کې
خوله په مهر عذر خواه په تبسم کې
د اغيارو له مجلسه لاس په غوږ
شماره ځان ديار دمينې په دروږ
چې يې دم ورباندې ډېر د مهر پو کړ
بې رحمۍ شلولی زخم يې رفو کړ
وې يې اې د خپل شاميت په بلا گيره
آينده مه کړه وسواس تېره په هېره
له دې پسه له اغيارو توبه توبه
چې دې غوښته مبارک دې شه دا سوبه
پس له دې مې رضا ايښې په رضا ستا
مسلمه په هر باب رضا قضا ستا
په هر څه چې د ستا زړه دلاسه کېږي
زه به يې کړمه که مې څه له لاسه کېږي
که مې اور په سربلېږي لکه شمع
په وصال مې کړه له هجره خاطر جمع
چې پرې پورې دا مرهم په دا عنوان شو
د عزيز د زړه خوناب هسې روان شو
وې يې راشه اې زما د زړه ډيوې
چې دې نمر کړ شرمنده د مخ وږمې
دل سوزي دې اوسه مله په حال زما
ترحم دې شه شمله په حال زما
هېر دې مه شه په وۍ وۍ زما زړه سوی
بلکې وه دې په وۍ وۍ زما وی وی
وېرانه زما بې تا مه شه اې گنج
تل مې اوسه مشغولا ستا په شطرنج
زندگي مې صدقه ستا تر قدم شه
ستا له دمه راکې پو د ژوندون دم شه
راشه کښېنه لکه روح زما په خوا کې
مه خوره نور راباندې زهر په حلوا کې
ما مضی بلا جفا واړه درگوره
پس له دې مې په هجران مه وژنه گوره
استوار اوسه په قول په قرار خپل
د اغيار په نغوته مه قتلوه يار خپل
چې شاهد له بېگانه وو بېگانه شو
له عزيز سره يک لخته يگانهشو
غم اندوه يې د زړه لاړ ورک شو زلزل
بيا يې نحس غم آباد د ديار منزل
له خسته يې ديارانو کړم بيان څه
په اوبو د سترگو لاس وينځم عيان څه
هر يوه له جدايۍ نه دخوش رنگ
مخ و سر واهه په ځای د دفو چنگ
ځانه ځان ماتم زده په زړه ورژلي
گډ په وير د بېلتانه د ويرژلی
چې يې وشليده په شمع د زړه طمع
تار په تار لاړه خوره شوه هغه جمع
په خوله پټه غږېده له غمه زنگ
کېښو سر په زنگنونو دف و چنگ
بې شکسته بل آواز له هېڅه سازه
اورېده په غوږو نه شو دلنوازه
څه اثر لري د عشق خوږې خبرې
چر ته وير کاندي بر پای، چرته سندرې
په يوه نغمه کې هسې شان پيدا کا
چې باعث څوک په ژړا، څؤک په خندا کا
نيرنگۍ ته يې تغيير د عقل رنگ دی
افلاطون يې له پلمې پښو څو په رنگ دی