نظم

قصه شاه و گدا

Abdul Hamid Momand

دا آغاز مې په نامه د هغه خدای دی

چې يې نوم گره کشای د شاه گدای دی

د الله په نوم نومړ هغه لايق دی

چې خالق په يوه کن د خلايق دی

دلات دغه نامه په هغه ذات کا

چې يوازې بادشاهي د کاينات کا

نه يې مثل په جهان کې نه مثال شته

نه يې څوک په کاروبار کې سموسيال شته

که له چا سره جفا خپله رضا کا

واړه چارې د حکمت په مقتضا کا

که جهان زېر وزبر که غوره شولې

ځای د دم وهلو نشته چې دا ولې

چون چرا دده په کار کې بايده نه دی

پخپل ملک کې تصرف کا دچا څه دی

هر چې کاندي هغه شی قوي صانع دی

بې پروا له تمنع دمانع دی

که تمام جهان مانع د يوه کار شي

چې څښتن يې روادار شي هغه چار شي

که سړی پېری باعث د کار په کړه شي

چې دده په اراده کې نه وي نه شي

که جهان واړه کافر يا مسلمان شي

نه يې سود په کار دچا شي نه يې زيان شي

جنبده ددې جهان دی که ساکن دی

په قبضه دده دحکم کې کائن دی

که په ما و په تا نه شي چې يې خدای کا

اور اوبه سره پاياو په يوه ځای کا

که د ماشي په پوستکي کې جهان

ځايوي هم به يې ځای کاندي سبحان

نه به پوست د ماشي لوی نه جهان ووړ کا

دا مشکل به د قدرت په لاسو جوړ کا

په هوا استوار کړی اسمان ده دی

بيا ورکړی له خلله امان ده دی

په اوبو باندې يې زمکه په آرام کړه

جلوه گاه يې د خوبانو د خرام کړه

سره گلونه زرغونه وي په شنه ښاخ کې

شنه گياه خوري چينجي په سنگ لاخ کې

په صدف کې د اوبو څاڅکی گوهر کا

په رَحم کې د نطفې قطره بشر کا

چې جاري که په جهان د قدرت جعل

هغه دم کا لعل کاڼی، کاڼی لعل

چې ښکاره د خپل قوت شان و نشان کا

بادشاهان خِرقه په غاړه دروېشان کا

چې يې وشه په فلک د حکم غږ

زر يې کړه د نمر سپوږمۍ حلقه په غوږ

چې يې زمکې ته خطاب عتاب نازل شه

له هيبته سمه غر په تزلزل شه

په يوه طُرفه کې هسې طرفه امر

چې يې نه شي هېڅوک کړی په هزار عمر

که سړی او پېری جمع د جهان شي

په ايجاد دکمينه فرد انسان شي

تر قيامت به يو فرد انساني

موجود نه کا په کمال کار دانې

حکيمان يې تر حکمته شرمنده دي

حکماء دده په حکم کې بنده دي

په تمام جهان جاري دی دده حکم

دی هرڅوک دده تر حکم صُم بُکم

هسې خوان يې د احسان دی غوړولی

چې يې سم خوري پاکيزه او غوړولی

حيوانات،که نباتات، که جمادات دي

لقمه گير په قدر حال د خپل برات دي

غوښې خور ته ورکوي همېشه غوښې

په تش ډاگ يې کا په غوښو منگول ښخې

خواهنده د شير و شهد (وشهد) خوري

خوشخواره حلوا، پولاو، پالوده، کير خوري

شکر خوار مومي شکر صباح بېگاه

ثمر خوار مومي ثمر صباح بېگاه

په وښو باندې کا موړ د وښو وږي

په اوبو کاندي خړوب د اوبو تږي

د خوږو ترخو طالب خواږه تراخه خوري

د اومو پخو طالب پاخه اومه خوري

دانه چين مومي دانه که د گوهر وي

خوشه چين مومي خوشه که د سره زر وي

کم خواره ددې جهان که ډېر خواره دي

همه واړه له دې خوان نه سېر خواره دي

هېڅوک نه دی له دې خوانه محروم پاتې

که د لږې وظيفې دی که د زياتې

د هوا اهل ته رسي په هوا کې

د سما اهل ته رسي په سما کې

د اوبو عالم يې مومي په اوبو کې

د وچو بې يې په وچه خوري په خلو کې

چې قادر او بر کمال وايي هم دی دی

چې رازق او ذوالجلال وايي هم دی دی

په خدايي کې قل هوالله احد دی

په هستۍ کې لم يلد ولم يولد دی

ښکته پورته مخلوقات اقسام اقسام

جواهر دي، که اعراض دي،که اجرام

حيوانات که نباتات که جمادات دي

شاهدان په يگانگۍ دده د ذات دي

بلکې هېڅ نفې اثبات ته محتاج نه دی

هدايت و رهبرۍ ته محتاج نه دی

گنجايش هلته د نفې د اثبات وي

مزاحم چې يې له ذات سره د ذات وي

هغه ذات چې دی واجب الوجود وي

غير و بود دده تر بود پورې نابود وي

که نغمه د لا اله الاالله ده

غږېدلې د غيرت په گذرگاه ده

چې بنده کله د خدای په اخلاص شي

د اخلاص په ترانه باندې رقاص شي

معشوقه که په کمال استغنا کې

دمېنو ازمېيل کا تمنا کې

که غني وي معشوقه په هر نعمت خپل

مخکې کېږدي عاشقان ورته همت خپل

هغه خدای چې متصف په کبر و ناز دی

ورته ښه تحفه طرفه عجز و نياز دی

چې خالي دې وي خانه له هغه څيزه

وي تحفه د هغه څيز ډېره عزيزه

په هر شان چې يار خوښېږي کړی بويه

په هر څيز چې زړه (وروی) وړۍ بويه

که په زرو که په زور، که په زارۍ وي

خو روزي دې به څه کار د يار يارۍ وي

د احد لويي به څو وکه حميده

چې يې نهايت نه رسي تر بريده

لا اِحصاء ثنا، د حبر عذر خواهي کړه

په دا خپلې کوتاهۍ د لارې کوتاهي کړه