نظم

قسم نامه استول په عزيز پسې د پلار او راتله د دوی په هغه اعتبار او مکتب ته د شاهد استول

Abdul Hamid Momand

د عاشق چې بخت بيدار طالع د ښو شي

رقيبان يې لاس په غوږ له خرخښو شي

بد خواهان يې خير خواه رقيب رويبار شي

وسيله يې د يار وصل ته اغيار شي

وايي واستوله زر پلار د عزيز

په دا رنگ قسم نامه صاحب تميز

ای د عشق په ډيوو سويو پتنگانو

په دوهه دمينې ناستو ملنگانو

چې راوړی مې په عشق تازه ايمان دی

غورځولی مې له زړه شک و گومان دی

ما هم کېښو وه رضا په داوينا اوس

بې انکاره آمنا وصدقنا اوس

لکه وي هسې ياران اوسئ راځئ

د يوې سوړې ماران اوسئ راځئ

راز و ناز کوئ راځئ بې له اغياره

همخانه سره خوښي کوئ بې وياره

تاسې دواړه زما سترگې لېمه ياسته

پس له دې نه، زما غاړه ستاسو بياسته

چې مو زړه، هغه څه کاڼئ اختيار ستاسې

زمانه، حکم د ښهرو د يار ستاسې

د غايب شاهد په حسن لايزال ږو

د خوبانو دخوبۍ په استغنا ږو

په نارو په فريادونو د بلبل ږو

په وړه وړه خندا د تازه گل ږو

په ځان سوځي بې رحمۍ د ډيوو ږو

د پتنگ دځان دسولو په لمبو ږو

د هجران د نيسم بسمل په اضطراف ږو

د وصال د منتظر په پېچ و تاب ږو

د بهار د تازه گلو په معراج ږو

دخزان د ناترسۍ په تاراج ږو

د يتيم د گرمو اوښو په گداز ږو

د بېکس و بېچاره په سوز وساز ږو

په سامان د تورو سترگو په سپاه ږو

په ناحقه قتلول د بې گناه ږو

د غمجنو زړو په آه اتشبار ږو

د بې غمو د خوښۍ په اعتبار ږو

په ډېر سهم د اول ځلې قربت ږو

د بوسې د التماس په ډېر هيبت ږو

د سرو سترگو د غمزې په تېره تېغ ږو

د سر بازو عاشقانو په نادريغ ږو

د زنخ و د غبغب په ژور چاه ږو

چې ور پرېوځي د هغه يوسف په چاه ږو

د ويشتلي د زگېروي په هنگهار ږو

د فراق له غر يوه ډک زړه په آظهار ږو

د فرهاد د محبت په محکمۍ ږو

د شېرينې د غرور په بې رحمۍ ږو

د ساقي د ترحم په تبسم ږو

د شيشې د قلقلې په تکلم ږو

د نوخط د خال و خط په احتشام ږو

دغريب و مسافر په صبح وشام ږو

په خواره واره دستار د سروې قد ږو

په کاږه واږه رفتار د سروې قد ږو

د سرو سترگو پلنگانو په پنجه ږو

دخون خوارو آدم خورو په سکنجه ږو

په شب خون د آهو منو د فرياد ږو

په آفسون د جادو چشمو د فساد ږو

د يعقوب د بېلتانه په تاسف ږو

په خواريو په ښاديو د يوسف ږو

د بې صبرې زليخا په تمنا ږو

د يوسف د صبورۍ په استغنا ږو

د مجنون د عاشقۍ په زر بلا ږو

د ليلی د نايابۍ په ابتلا ږو

په سهي مينې د هير و د رانجا ږو

په راستۍ د وامق د عذرا ږو

په رشتيني محبت د نل د من ږو

په خطابت پرستۍ د برهمن ږو

د آدم د درخانۍ په پاک بازۍ ږو

د بې ننگه مېرمامي په بې نيازی ږو

په توبه د گناهگارو د تقصير ږو

په بښنه د ښه خدای عذر پذير ږو

چې هرگز کړې وعده نه کړم خلاف

رښتيا وايم په دروغه نه ده لاف

چې مو زړه هغه هوی هغه هوس کړئ

خو روښان په دم قدم زما جوس کړئ

چې وينا مې د ناکس د نفس نغوتې

د ارمان په غاښ مې وچيچلې گوتې

چې مې کړی خود کرده په ځان فساد دی

هر چې شومه ښه چې شوم دا مې اهداد دی

په هغه کفر بې شکه يم پښېمان اوس

په تازه دين و ايمان غواړم امان اوس

ډېر لتاړ پتاړ د غم په سم شوم

دل سوزي بويه په ما، د ترحم شوم

پس له دې مې روادار په آزار مه شئ

په مرده باندې گاهک د گوزار مه شئ

جگې جگې په ليده د خط راپاڅئ

په وچ حلق لکه زلال زما وڅاڅئ

چې رقم قسم نامه په دا مضمون شوه

ژبه وچه د قلم په دا افسون شوه

قاصد واخسته نامه سر شو په لار

يا نظر يا برق يا باد شو په تلوار

جلوه گر د بې مقامو په مقام شو

امانت يې په لاس ورکړ په آرام شو

چې عزيز مطالعه د پلار مکتوب کړ

مسلم يې په زړه صدق د يعقوب کړ

هغه دم په مجرد دخط په لوستو

را روان شو شاهد وړاندې دی د وروستو

استقبال لره يې خلق د درست ښهر

هسې راغله لکه سيند په لهر لهر

هغه واړه لکه ستوري په قيام شول

هغه نمر هغه سپوږمۍ ته په سلام شول

چې له ورايه يې کړ څيرې په ستاره سر

د باښې دوږو سترگو په نظر

چې په بد نظر و تاسې ته کاته کا

د هغو سترگو نصيب دې خدای واته کا

خدای مو مه راکوه غم همېشه ژوئ

زه دې هم نه وم ژوندی چې تاسې نه وئ

چې قدم يې په جوار د ديدار کېښو

دواړو لاس په قدمونو د پلار کېښو

چې ادا يې کړ د پښو نيوه ادب

ده په خوا کې دواړه ونيوه عجب

نمر سپوږمۍ گويا دننه په خپل برج شوو

يا دوه لعله امانت خوندي په درج شوو

چې جلوې يې دجمال شوې بلې بلې

په فانوس کې د آغوش ډيوې شوې بلې

هغه وخت و هغې غېږي ظاهر سپړی

د بادام دوه مغزه مثال راوړی

د لاسه خوشامد گويه د شاهد شوه

لرې غوټه له ابرويه د شاهد شوه

مخ يې ښکل په دواړه لوريه کړ نمانځلو

بدخواهانو ته يې بخت شو په ښکنځلو

چې نغمه شوه هغه وخت د اخلاص گرمه

په کې ځای د لباس نه کېده له شرمه

لا علاج له منځه وووت کناره شه

لکه وهسې بې دخل بېچاره شه

په ديار د يقين هسې اماني شوه

چې ترې ورکه د فتور بد گوماني شوه

نېک نيتي شوه په سينه کې هسې ميخه

چې يې وټ دکينې ټول وښکه له بېخه

چې حاصل يې له دې بابه اعتبار شو

د دانش په ميخانه کې گوهر بار شو

د هر سوال يې له شاهده جواب بياموند

فهم فکر يې د زړه په صواب بياموند

د زړه دُر يې د کرم په تارسفته شو

و عزيز و ته گويا په دا گفته شو

دا هلک لکه په حسن کې يکتا دی

هسې رنگ په دانايیۍ کې بې همتا دی

که يې ته مين دمخ په باريکۍ يې

زه يې راښکووم د زړه په ځير کۍ يې

مې بايد چې معلم ته سپرده شي

لکه روح هسې په علم پرور ده شي

چې يې ولگيد په غوږ د پلار له پنده

دا وينا يې کړه عزيز په زړه پسنده

وې يې ښه وايې صاحب عمر دې ډېر شه

لا دې زړه په غم خوارۍ د خوار وگير شه

ځي مکتب ته هغه طفل پرېزاد نن

نوی مرگ يې مبارک شه د استاد نن

په څه شان به يې شهيد د مخ په تېغ کا

په څه رنگ به يې څو رنگ گوره بې درېغ کا

چې يې داپري پيکر ناست په مکتب ويی

شپه و ورځ به يې استاد سر په يا رب وي

معلم که يې په قطع افلاطون وي

په اول سبق به سروپ لکه مجنون وي

څوک به وايي پيغام زما اخون ته

چې سر ونيسه د غم وشواخون ته

وينم زه دماغي سر ستا پنج وخته

د شاهد د بېدادۍ د مشتق تخته

و شاهد وته عزيز په بلا ياد

دا رنگ کېښو دمکتب دتلو بنياد

وې يې ای زما د زړه دکور ډيوې

په چمن کې مې د عمر گل مېوې

پس له دې که په خاطر ستا څه رادرومي

طبعيت مو سره موی ملال نه مومي

سکه دعلم په طلب مکتب نشين شي

باطن هم لکه ظاهر هسې مهين شي

له همزوليو د قدم قدم هوس کړې

د بلا له نحسه صاف دد زړه جوس کړې

چرې نه چې دې په زړه له غيره خياله

ملالي دلگيري راشي زما لاله

مدعا يې وربيان په هسې شان کړه

چې يې خوښه په خاطر کې د جانان کړه

د مکتب په لور روان سروې روان شو

له قدمه يې روان آب حيوان شو

مکتب څه چې و مجمع د پريزادو

ښاديده به پکې زړونه د ناښادو

سل کنعانه يې د حسن غلامان وو

ترحم يې سل ارمه وچ بيابان وو

په يوه اسمان کې سل نمره راغلي

په يوه زندان کې سل يوسفه غلي

په يوه فانوس کې بلې وي سل شمعې

ځارېده ځنې فلک د سود په طمعې

له پرتوه يې دمخ په آب وتاب

و گلگون دهر هلک د لاس کتاب

چې به چا هغه نر حور هلک ليده

پرې گومان د غلمان هم صادقېده

په آيات د لؤلؤ منثور د څېر شو

له تصويره يې هاله صورت په ځېر شو

هر هلک و په روش د پريزاد

د هر زړه د وړو په علم کې استاد

ځانه ځان لوله سبق د جدايۍ

دم په دم وينځه تخته د اشنايۍ

کم راوړه په ژبه حرف د پيوستون

جنگېده سره هر دم مغل پښتون

د يوه به په تکرار د سبق ژبه

د بلبل په دود گويا وه مناسبه

بل له تاوه د څپېړې په فرياد

ژاړه غواړه په آرزو مرگ د استاد

يو له ځلې د سبق سبقت اندېش

بل له شولو د رخصت په خاطر رېش

د يوه په خوله سبق په خاطر خوشې

بل له وېرې خوځولې شونډې تشې

يو د سترگو بيماري انه بانه کړه

بل به بل مکر استاد ته افسانه کړه

يو په يو رنگ غولوه حيله سازي کړه

بل په بل رنگې افسون دغه بازي کړه

يو خاموش لکه غونچه له لوستو سېر

د کوڅو ترپکې يادې، سبق هېر

يو له بل په شتابۍ هسې سبق

چې د کرښې په لوست اړاوه ورق

يو و وار ته د سبق ناست منتظر

بل له واره دد سبق متنفر

يو له بله هسې لوبې کړې په غلا

چې پرې مه خبرېږه هېڅ روح د ملا

يو له ډېرې غصې بړوس لکه غونچه

بل له جوشه د خندا شونډه چيچه

هر يو طفل و د لوبو په بازار

په خوله حرف په خاطر سيل د بازار

وهر يو لکه غونچه سر په زنگون

له بېداده د استاد وينې لړمون

هر هلک به خوړ په هرعهد پيوند

د حضرت اخون په مرگ باندې سوگند

چې ښکاره ورته شاهد بله لمبه شو

پورې اور د صبر زهد په پومبه شو

له هيبته کړ هلکو هسې شور

چې تحقيق په مکتب ولگېده اور

په صفا چې يې دمخ په ورق ځير شو

تر جماله يې همه خجلت پذير شو

چې راوخوت لکه نمر په هغه جمعې

هر هلک باندې فدا شو لکه شمعې

که تعليم ته يې هر څو کړ استاد زړه

زر په زر يې ورته کړ نه شو استاد زړه

چې يې ډاډ زړه لره ورکړ په ډېر پس

ځان داور په لمبه باندې واهه خس

وې يې وايه ای د ناز په پيو لويه

بسم الله له بسم الله اغازي بويه

د مکتب له اصطلاح بې خبر ښکلی

د غونچې په څېر خاموش پاتې شو غلی

چې يې شونډو په سبب د حيا شرم

نکړ مات په يوه حرف د سکوت درم

اورېده مې چې استاد دزړه په ځله

هلته ولوسته يو بيت دزړه په ځله

ربه پرانځې غونچه د اميد وارو

جلوه گر کړې ځنې گل د گلعذارو

په نسيم د اجابت شگوفه واشوه

د شاهد خاموشه خوله په حرف گويا شوه

په اول گوزار شاهد کړ مکمل

په خنجر د بسم الله اخوند بسمل

چې حاصل يې په بسملې خولې بری کړ

په نيزه يې د الف اخوند سوری کړ

په هر حرف هومره اثر باندې کېده

چې په عشق کېدم قدم وړاندې کېده

نه تنها اخوند اخته په ځگرخون شو

له دې غمه هر يو حرف په شواخون شو

چې يې ډېر دعشق تر بار لاندې زېر زېر شو

سم قامت د الف خم د دال په څېر شو

بې ته پېښ له درده دوکه کم وکاست شو

په همسايې د الف ځکه برخاست شو

چې حلقو ته يې دزلفو جيم نظر کړ

له دې شرمه يې و پښو ته ځوړند سر کړ

رې و زې يې د لبانو له اثره

د اصلي ميو خمار يو وړله سره

سين سپين کړي غاښ د غم له مړخنديه

شين قی کړي تور سکاره له ناپسنديه

په کاته شوې ورته سپينې د صاد سترگې

له کينې ولوېدې پرته دضاد سترگې

عين هسې له عينينو بهرور شو

چې چينه د خوږو شهدو مقرر شو

لاس په لاس يې دکاکلو له آشفته

د فې قاف نامه د چين په نامه هفته

چې يې نمرباندې د شونډو در خشان شو

قاف تر قافه فوري غر د بدخشان شو

کاف کونډه د کشتن ايښې په تندي

لا علاج کا سر کوزي لکه بندي

چې يې خيال پکې د خال ښه ورښکاره شو

دنون زړه له غمه وسو تور سکاره شو

زره اور واخسته دشونډو له شرره

دا چې شنه لوخړه ځي دميم له سره

چې قبول يې د خدمت په التماس کړ

نور يې لام ترو موسلې جارو په لاس کړ

که واو بيامونده دوستي ددې حرم

د يوې سترگې څښتن و نه و گرم

ولې هې په دوه رڼو سترگو ړنده شوه

چې دا هسې له شرفه پس مانده شوه

چې له واړو وروستو پاتې شوه غمناکه

کوته کړاغه شوه دا يې له دې پخساکه

تمامي اهل مکتب دده له مخه

بهره وړې وه رنگ رنگ له يوه سخه

د جمال په آب و تاب کې يې هر سر

يا وبې ژبې ماهي، يا سمندر

چې به چا کړ سر دننه په مکتب

خامخا به يې حاصل شو تب وتب

که به شېخ په سترگو وليد که زاهد

په دعوه به يې دحسن شو شاهد

لگېده به يې د لبو له لمبې

اور دهر زاهد د صبر په پومبې

چې په بيت به يې ناظر شو د ابرويو

فهم فکر به شو ورک دسخن گويو

هلکان و اخوند واړه پر آشوب شو

لوسته هسې له منځ هېر لکه هېر خوب شو

نه شو بې عشقه بل بحث په مکتب کې

گفتگوی کېده د عشق په تاب و تب کې

چې شاگرد په مدرسه د عشق استاد شو

د استاد په شاگردۍ ورته استاد ش و

چې آزاد به ځنې طفل پريزاد شو

ډوب به اهل دمکتب په سل فساد شو

هسې شان به کړه ژرا استاد پنهامه

لکه ژاړي پټه خوله بوره بدنامه

په ژړا چې به يې سوخت نه شو ساهه

په څپېړو بهي ې مخ گوشه واهه

له ژړا پسې هر يک و دل خسته

په اوبو سره د اوښو وله تخته

هر هلک به په سبب د شيدايۍ

سوک په سترگو غړاوه له جدايۍ

چې جدا يې د الف له خوا قامت شو

د عاصي په څېر ولاړ دی تر قيامت شو

چې يې بې د بېلتانه بلا کړې څيرې

تر لمنې يې گرېوان که ځکه څيرې

تې يې هم د بېلتانه د غم له جوشه

دنغري په غاړه پرېوته بېهوشه

جيم، حې، خې ورته سجده کړه د خضوع

هسې پاتې شوې خواشينې په رکوع

چې يې پرېووت په سر پېټی د غضب

وووت کوب د دال و ذال په دا سبب

رې وزې يې له ناڅاپه بېلتانه

هر ساعت منډه چاړه په لړمانه

ځغلي سين پسې په غاښ لمن نيولې

د هجران په لاره غوڅې د زړه ولې

شين که شل ځله حلال شو نه شو وينې

بې دريو ټکيو تويې نه شوې زياتې وينې

په ژړا شوه پسې سپينه د صاد سترگه

پرته ولوېده له غمه دضاد سترگه

چې يې نه ويني سياهي د سترگو بزرگو

طې، ظې سيخ د الف ومنډه په سترگو

له هجرانه يې په عين کې هم په غين

د طوفان جوش خروش ليده شي عين

بېلتانه يې په تندي د فې و قاف

بې مهلته کېښو غر دکوه قاف

شو غرور د سر کښۍ له کافه لرې

چې پرې ووې بېلتانه د وير سندرې

چې جدا يې د ذرې په طور لام شو

پېچ و تاب سره په درد و په آلام شو

حال د ميم را څخه څه پوښتنې خود وينې

چې له غمه پسې اچوي سرې وينې

نور دنون له حاله څه وايم چې چون شو

هېڅ له درده سر نيوی نه شي زبون شو

په آرزو يې د ديدار يک چشمه وو

ځير ځير کېږي د راتلو يې په راه ور

د هې سترگې د ژړا په ميو مستې

هر ساعت د زړه په وينو می پرستې

يې له ډېره غمه پرېوته خسته

لکه بخت د عاشقانو برگشته

تمامي اهل مکتب درلود په شان کې

حال په وصل کې هغه دا په هجران کې

عاشقان په دواړه توگه دي حيران

نه آرام ورکوي وصل نه هجران

په هجران کې د وصال په تمنا مري

په وصال کې د هجران له غمه بيا مري

خو په اصل پيدا شوی بد شامت دی

په وصال کې به پرې حال هم د قيامت دی

غرض دا چې د مکتب له استعماله

شاهد بيامونده بهره درسته کماله

صوري حسن يې زېبا په معنوي شوي

په خطاب د ذالنورين مثنوي شو

ور عطا يې له صورت هسې سيرت شو

بصارت يې ښايسته په بصيرت شو

که په کور و نازنين، که په مکتب کې

و به گل غوندې په عيش و په طرب کې

دم قدم به غزل خوان نغمه سرای و

په زېور د دانايۍ حسن آرای و

واقعي په لږ مدت ددغه طور

معشوقه په دم قدم شوه عاشق طور

سر ترياه سره لمبه شو د ادراک

لگېده د صبر زهد په خشاک

پوه شو درست د هر رموز په ادايه

که دې نه کېږي باور ويې ازمايه

راشه ورشو تر مکتبه د شاهد

خبردار شو له منصبه د شاهد

مصنف ددې کتاب کا هسې نقل

ښه شاهد و د شاهد په حسن عقل

چې ويل راته په شپه يوه همرای

تر مکتبه ښکلی نشته بل يو ځای

خصوصاً هغه مکتب ارم آرام

چې کوي پکې شاهد آرام خرام

چې شاهد غوندې نر حور پکې نمايېږي

که هغه مکتب جنت بولم ښايېږي

له دې گفته راپه خوا هومره هوا شوه

چې د صبر د کتاب شېرازه واشوه

سبا ورځ ددې نغمې په اورېدو

د مکتب په لور روان شوم په ليدو

دا آواز مې په زور و کېښ که گورمه

که څوک پيرې سپاره زه يې پلورمه

د شاهد په غوږ دا غږ زما سيده شو

د دادي آواز داد گر ته رسېده شو

اندرون وته طلب محض مجنون شوم

عقل هوش د باندې پاتې، زه درون شوم

دم قدم مې کړ هېبت په آرام رخه

لړزېدم لکه ذره د نمر له مخه

چې ناگاهه مې نظر د مخ په شمع

بې اختياره پروانه کړ خاطر جمع

دا منگير چې مې دور باش شو د ديدار

ښو يې سپينې په ځای ودرېدم حصار

هسې رنگ خپله ځانه شوم بې ځانه

لکه څوک په مزري پېښ شي ناگومانه

چې د مخ په آب و تاب يې نگران شوم

ورته پاتې آيينه غوندې حيران شوم

نه مې دم ليده په ځان کې نه قدم

چې ور وړاندې شوی په لا او په نعم

چې مې پوه صاحب حال شو په حال باندې

په شفقت سره يې وبللم وړاندې

هسې دم يې د حکمت راباندې پوکړ

چې زما د حيرت زخم يې رفو کړ

سپاره مې يې د زړه په ښه اعزاز

واخيسته له لاسه ښه بلکې په ناز

گرد غبار يې اولاً ځنې رقاص کړ

دوباره يې پکې ځير سوره اخلاص کړ

چې يې پسند خط و صحت کړ نهايت

بيا يې نه موند پکې حرف د شکايت

وې يې څه غواړې بها؟ وې مې نگاه!

وې يې ښه کنه قبول ، ولې گاه گاه

وې مې واخله د محتاجو مال وړيا ځي

گڼه دا رنگه کالي کله په دا ځي

چې سبب د آشفتن د فريفتن دی

د عاشق معشوق دادن و گرفتن دی