غزل

راشه مه کوه له چا سره جفا

Rahman Baba

راشه مه کوه له چا سره جفا

لږ ژوندون دے ضائع کيږي بي وفا

په دنيا کښے هيڅوک نۂ دي پاتي شوي

واړه تلوني دي که نن دي که صبا

که ديدن د دچا خوښ وي ورته ګوره

چه فنا شي بيا به کله شي پيدا

د خزان پاڼے چه بيلے شي له ښاخه

په حکمت به ئے پيوند نه کا حکما

چي په ځمکه څاڅکے پريوځي له آسمانه

بيا له ځمکے ختے نه شي په سما

ګمان مه کړه چه بيا سترګو لره ورشي

هغه اوښکے چه له سترګو شي جدا

که د نفس دپاره سل محنته وکړے

يو محنت به د پکار نه ښي فردا

که تمام جهان په خپله ګيډه وخورے

ياد به نه شے په درود او په دعا

که يو څاڅکے اوبه تږي لره ورکړي

د دوزخ او ستا تر ميان به شي دريا

که يوځله سر د خدائےپه لوري ټيټ کړے

په قيامت به سربلند شے تر هر چا

خدائے امان وکړه له هسے زندګيه

چه ته بد وائے له بله،بل له تا

ګاه دنورو رضا بويه ګاهے خپله

پکار نه ده هميشه خپله رضا

ښه خواړه چه يوئے خوري بل ورته ګوري

خوړه نه دي هغه زهر دي ګويا

زه رحمان له چا شکوه شکايت نه کړم

نشته بل دوست او دښمن زما بي ما