غزل

راشه په ګوڅو کې د جرګو خبرې نشي

Khatir Afridi

چېرته چې په مونږ کې د پردو خبرې نشي

ياره ستا د هجر اوږدو شپو شوګيره کړی يم

ګوره چې مې اوس په اسوېلو خبرې نشي

ډېرو شپو له راشه چې د يو بل نه خبر شو

ياره په يوه شپه د ډېرو شپو خبرې نشي

زه او ته چې اووينو له ورايه سره پوه شو

چا وې چې په سترګو کې د زړو خبرې نشي

خدای خبر (خاطره) زه بيا چرته ته بيا چرته

پرېږده اوس په تلو کې د راتلو خبرې نشي