غزل

راستون شو له حجازه کاروان د پښتنو

Hamza Shinwari

راستون شو له حجازه کاروان د پښتنو

الله کړو په احسان پوره ارمان د پښتنو

شلېدلی په يثرب دی د الفت له بې واکۍ

خندان دی د سحر غوندې گرېوان د پښتنو

خاونده جمعيت يې کړې بدل په پرېشانۍ

هر چا چې جمعيت کړلو پرېشان د پښتنو

خاونده ډېر يې عمر کړې سره له مملکت

ساتي چې دومره خيال شه افغان د پښتنو

بطحا دې ترې بهر وي، په عراق او هم په کويت

هيبت وهم چې پرېوت په ايران د پښتنو

د پاک نبي په نوم يې شه نصيب جهان بانې

مېږی دې په معنی شي سليمان د پښتنو

بيا بېرته راواپس چې شو په خير او په خوبۍ

د خدای د رسول مينه وه سامان د پښتنو

حمزه کوه دعا چې اتحاد يې شي نصيب

پاک رب دې هرمشکل کاندي اسان د پښتنو