غزل راستون شو له حجازه کاروان د پښتنو امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 راستون شو له حجازه کاروان د پښتنو الله کړو په احسان پوره ارمان د پښتنو 02 شلېدلی په يثرب دی د الفت له بې واکۍ خندان دی د سحر غوندې گرېوان د پښتنو 03 خاونده جمعيت يې کړې بدل په پرېشانۍ هر چا چې جمعيت کړلو پرېشان د پښتنو 04 خاونده ډېر يې عمر کړې سره له مملکت ساتي چې دومره خيال شه افغان د پښتنو 05 بطحا دې ترې بهر وي، په عراق او هم په کويت هيبت وهم چې پرېوت په ايران د پښتنو 06 د پاک نبي په نوم يې شه نصيب جهان بانې مېږی دې په معنی شي سليمان د پښتنو 07 بيا بېرته راواپس چې شو په خير او په خوبۍ د خدای د رسول مينه وه سامان د پښتنو 08 حمزه کوه دعا چې اتحاد يې شي نصيب پاک رب دې هرمشکل کاندي اسان د پښتنو د قاموس مانا × اصلي کلمه