نظم
رخصت د عزيز د شاهد له کوره او ورتله ورپسې د شاهد او حصول د عزيز د مقاصد
Abdul Hamid Momandاورېده مې چې قاصد د خپل پېغام
شو په مخ د مصلحت رخصت انجام
دا نغمه يې ورو په غوږ کې دده ورکړه
چې ته ځه زه دا يم درغلم باور کړه
يا نسيم شو والوتم په چمن ستا
يا شوم برق ولگېدم په خرمن ستا
لا علاج روان شو ورغی تر فوجه
ډک ديار د جدايۍ د غم له موجه
له صحرا يې جلب واخيست د غم کور ته
ژوندي خلق لاړه کور ته مړه وگور ته
زر په زر هغه په درد ديارخبر يار
په وعده سهي رښتينی برابر يار
بې مهلته جلوه گر د يار په لور شو
لکه برق د شتاب په توسن سور شو
ويې نغښته بېچاوڼه دبې نيازۍ
کې يې ښو قدم د يار په نوازۍ
د ځوانۍ دباغ نسيم په خوشتابۍ
شو ديار په لور روان په شتابۍ
له کمال وفايۍ هغه ضر غام
خو د جواب با صواب شو د پيغام
په هر ځای چې به يې سُم د توسن لاړ شو
د غبار په ځای به آه ځنې ولاړ شو
و رنجو ته به يې گرد وايه دلارې
راشئ لرې شئ له سترگو د نگارې
تر جولان ختلې لار د عالي شان
شرماوه په جلوه شان د کهکشان
آب و تاب د روی يې ډېر بې آب و تاب کړ
ډېر کاته يې کسيا د مخ مهتاب کړ
دم قدم يې لکه گل مخ د خولو
کړ تلاش تر ياره پورې مخ دولو
هره شپه به يې سپين مخ ښکليو لبانو
کړ روښان په ډيوه شام د غريبانو
که هر څو يې لکه روح په ورو خرام شو
له مشرفه همروزه مغرب آشام شو
چې کوتاه يې کړه طلب لار د مطلب
مرهم واخيست د پرهر په لور جلب
جلوه گر د خپل زخمي په غم خانه شو
مسيحا د غم د مړه په افسانه شو
د نمر مخي له پرتوه ذره وار
ولوېده عزيز له ځايه په تلوار
ور روان افتان خېزان په استقبال شو
پروانه غوندې په اور بې پروبال شو
په څو ځله يې حاصل قدم بوسي کړه
هغه وخت يې بخت د وصل چپړوسي کړه
لکه لاړ وهسې راغی پر فتوره
په خوبۍ بله لمبه وښکلې توره
تر هغه يې زيات د حسن آب وتاب و
راکوز شوی په يوه نيزه افتاب و
لا يې گل د لطافت په غوړېده و
تبسم يې د شبنم په ژړېده و
لا يې هسې مست نرگس و په دماغ کې
چې يې سم و چاته نه کاته دماغ کې
لا يې نه ووړ دمخ اور لوگی د خط
په کمال و دجمال په ځان غلط
لا يې هسې تېره غشي د بڼو
ښخېده د زړه په موخه تر بڼو
لا يې لعل د لبانو درخشان و
د غمزې تېغ يې تېره په هغه شان و
آب و تاب يې دښايست واړه په ځای و
لکه وهم هسې شان مجلس ارای و
يومقام ارم آرام متصور شو
صبح و شام مشرق مغرب د هغه نمر شو
مجلسيان ورته له سهمه لکه ستوري
فنافيه محوه کښېناسته کوز گوري
چې ادا ادب اداب شو د پوښتنې
عزيز وخوت د غمونو له بوښتنې
په رومال يې د ادب غبارد لارې
له مرآته د مخ لرې کړ څو وارې
بيا يې پرېوه لکه گل مخ په گلابو
خماري سترگو يې غوښت جام د شرابو
جنکو يې سپېنلي ځار تر مجلس کړه
دخوښۍ په ميو مست دواړه نرگس کړه
چې يو څو ورځې محظوظ په دا طرب شو
شېر شکار آهو، صحرا ته مضطرب شو
زړه يې واخيست ذوق و شوق د ښکار کولو
هم هوی هوس د اس د ځغلولو
د بازار له سېره سېر لکه آهو شو
دصحرا دگلو گشت ته په هاهو شو
ساقي راشه راوړه می زه در فدا شم
چې په څښه يې لېونی سر په صحرا شم
گوندې ښکار د شېر شکار يار وآشنا شم
له عالمه د شعور په استغنا شم