نظم
رخصت غوښتل د شاهد له عزيز کور ته او اچول هغه و اور ته اوعزيز دده رضامندي کول او خپل ځان د فراق په اور سول
Abdul Hamid Momandعاشق نه لري دا بخت که هر څو ښاد شي
چې حاصل يې بې خلل د زړه مراد شي
شام د وصل باندې هسې زر سبا شي
چې خندا پورې د برق و د برېښنا شي
ازلي بخره يې دا مونده له وېشه
چې هېچرې يې دا نوش نه وي بې نېشه
سيده نه وي واصل شوی بيا جدا شي
توتيا يې د ژړا برق د برېښنا شي
که يقين دې د اشنا وو په وينا دی
د شاهد عزم، شاهد په دا معنا دی
يوه ورځ يې شگوفه خوله شگفته شوه
و عزيز و ته گويا په داگفته شوه
چې مې ځله د وطن په يوه ځله
لمبه پورې کړه د صبر په خځله
په ارم کې مې آرام د خاطر نه شي
څو باطن د خپل وطن راظاهر نه شي
له غربته خفه شوی يم هر گوره
که اصلاح وي زه به لاړ شمه تر کوره
چې عاشق پاتې حيران په اضطراب شو
تللی عقل و ر حاضر په دا جواب شو
چې د يار د زړه ساتنه ضروري ده
په ساتل يې ځان کوټنه ضروري ده
عاشقي وايي و دې ته که غوږ کېږدې
چې د يار په رضا خپله رضا پرېږدي
هغه مه گڼه مَين محض خلاف کا
چې په خپله رضا ځي د مينې لاف کا
يار دې هر رنگه طالب د يار د مراد وي
مراد يې محض ظلم جور وي که داد وي
د عزيز چې حسب حال مفتي قاضي شو
لا علاج په جدايۍ د يار راضي شو
اختيار يې د يار هجر له خوارۍ کړ
خود په خود يې ځان حلال له ناچارۍ کړ
په دا شرط چې زر په زر مسيحا دم
بېرته راشي ما ژوندی کړي په قدم
په وعده د زر راتلو شاهد رخصت شو
د عزيز له تنه ورک د ژوند فرصت شو
د سفر په نيت يې مه گڼه اصلا
وه يې و مرگ ته د عاشق تړلې ملا
مرصع تېغ يې تر ملا په هسې شان کړ
چې يې طعن د فلک په کهکشان کړ
هر گوزار به د نظر خون رېزه برق
دا جهان کا په طوفان د وينو غرق
سل سرونه يې په سر باندې د آب
گرځېده هوی پرست لکه حباب
چې تر ملا يې په مو تو جړ او خنجر کړ
پرې يې غوڅ د صبورۍ باقي بنجر کړ
هر ځيگر وته د زخم په اميد شو
هر يو ژوی داميد په دام کې صيد شو
چې يې سپر په غاړه واچاوه نگار
گڼه شوه توره ورېځ زېب د بهار
هغه ابر لره سخ دی په هردم
چې پرې دا رنگه گلشن کښېږدي قدم
لري گل د نمر سپوږمۍ په دامن کې
دم قدم کا چمني په دا چمن کې
هسې نه وايم تور کښ تر ملا مهر وکا
بلکې ځان سره يې مل ټول د پېرو کا
په خندا به هر خندي د جفا کار
محض مالگې دوړولې په پرهار
په ښي لاس يې لينده نه وه نوې مياشت وه
چې ختلې د جهان په خاطر داشت وه
چې يې واخسته نېزه چسته په لاس
ځنې وشوه د فلک ملک هراس
هسې شان چست چالاک په توسن سور شو
گويا لعل د برېښنا په رسن سور شو
ورته نه وايم توسن يو پريزاد و
نه توبه توبه غلط شوم برق و باد و
خصوصاً چې د شاهد په زړه پسند و
په سوارۍ کې لکه روح هسې خورسند و
له تنديه له شوخيه پای تا فرق
مؤذن و په اذان دانا لبرق
په هېڅ ځای يې لکه وهم آرام نه شو
چا يې ځای سهي کولی د گام نه شو
هر قدم يې د سم نقش په مهتاب کې
د هوسۍ د شوخ چشميه په جواب کې
لکه شوق د عاشقانو گرم باز و
لکه تاز د دلبرانو بې نياز و
يو نسيم و په نامه د آس نومړی
د گلرخ شاهد سورلۍ لره زين کړی
د شاهد سورلۍ په شان په زري زين کې
دا د انداز غواړي مثال په ډېر تحسين کې
لکه پاڅي د شاعر د زړه مضمون
جلوه گر په بيت کې کښېني رهنمون
يا زرغون گل لاله شي په شنه ښاخ کې
يا زېبا پري پيکر کښېني په کاخ کې
يو ټولی شاطر بچه يې په جلب کې
لکه ستوری د سپوږمۍ په جلب کې
راغله ودرېده حاضر لاس په نامه
هر احد باله جهان سترگې لېمه
تاج په سر د هر يوه لکه هُد هُد
په توندۍ د آهو اخلي تعهد
په غرور د چالاکۍ لکه د برق
له مغربه يې نظر نښتی په شرق
و هر يو لکه غونچه د گل په مرسته
تر سينې تړلې ملا هنر پرسته
يو خادم يې په خدمت ولاړ مخ روڼی
د طاووس وزر په لاس کې مچ شړونی
بل خدمت د صراحۍ په لاس اخستی
وبوسې ته يې زاهد وسواس اخستی
بل نيولې توره ډال ورته په څنگ کې
خوله په سوله په سلا سترگې په جنگ کې
بل نيولې دو شاله ورته په لاسو
کوه تاخت د صبر زهد په مواسو
مايحتاج خدمتگار يې ورسره کړه
تر سپوږمۍ يې يو څو ستوري چاپېره کړه
دغه پسه دسوارۍ په وخت عزيز
خود کرده پېيلی زړه د غم په خريز
په رضا د يار قضا ته ايښې غاړه
ويره ژلی سوک په سترگو مږه ژاړه
په فراق يار د ملال له خپله لاسه
په خپل تېغ سره حلال له خپله لاسه
راغی ځار شو تر کو رنگه د شاهد
رضا جوی په هزار رنگه د شاهد
کله وروسته کله وړاندې گاه په څنگ
ځارېده تر هغه اور لکه پتنگ
گاه يې سمه که لمن په ښه آداب
گاه يې ښکل کړه په تعظيم سره رکاب
که هزار صبر و سکون به يې بنياد کړ
بې اختياره به يې خولې آه و فرياد کړ
نه يې غم د جدايۍ په ځان ساهه شو
نه يې دم غير مرضۍ د يار واهه شو
چې شاهد په لېونتوب د عزيز ځير شو
لا علاج ورته نژدې په دا زنځير شو
وې يې ای په نوش د وصل پرورده
په درست عمر نېش د هجر ناخورده
چې له تابه د هجران خورې هومره رم
د وصال په سوري لويه نه يې گرم
په هوس پرورده شوی زړه يک لخت
ويلې کېږي لکه موم په نرمۍ سخت
بارې بيا چې دنيا ځای د آرام نه دی
د هېڅ چا پکې روغ پاتې احرام نه دی
نتيجه يې کله غم کله ښادي وي
وظيفه يې گهې بند گه آزادي وي
مې بايد چې مردانه اوسې په غم کې
له ښاديه همخانه اوسې په غم کې
په دا زهرو آموخته لره مزاج خپل
دم قدم اوسه په رسم په رواج خپل
که يې خدای کا زه به زر لکه نفس ستا
په نفس کې جلوه گر شم په جوس ستا
جدايۍ ته به دې نه پرېږدم چندان زه
زر په زر به دې په وصل کړم خندان زه
خاطر جمع لره مه کوه وسواس هېڅ
تفاوت په دا کې نشته کوز وپاس هېڅ
چې يې واورېده د يار مهرباني دا
غم خواري قد دانې نگهباني دا
د مهجور له غمه تللی زړه په ځای شو
له اوله بې پايۍ څه خو بر پای شو
د وداع نغمه يې کړه سره آغازه
سراسر لکه لمبه له سوز و سازه
له دې لوريه آه فرياد جان گذاري
له هغه لوريه کرم دلنوازي
له دې لوريه سيند د اوښو په ډېر شهر
له هغه لوريه ژړا شونډې په مهر
له دې لوريه بې هوښي دېوانگي
له هغه طرفه ډاډ مردانگې
له دې لوريه التماس د زر راتلو
له هغه لوريه ښی لاس د زر راتلو
له دې لوريه فريادونه شرر پاش
له هغه لوريه سلام و په خوش باش
چې شاهد ځنې جلب د مرکب واخيست
نور عزيز تاب و تپش لکه کب واخيست
که هر څو به يې باران د اوښو وکړ
دوه قدمه يې له تلو پستنه نه کړ
څو ليده شو لکه مياشت په آب وتاب کې
ورسره دده نظر ته په رکاب کې
چې جدا ځنې شاهد په شواخون شو
د غونچې په څېر يې زيست په ځيگر خون شو
هغه ځای هسې په فکر کې ډوب کښېناست
چې له خاورو سره خاورې ميزوب کښېناست
نه يې دم نه يې قدم نه يې کرتوت و
هسې شانې حيران تللی لکه بوت و
په هزار حيله يې بوت تر خپله کوره
دم ختلی دمرده په څېر تر گوره
د يار خيال ورلره هسې خلوت ساز کړ
چې له خلقه يې په خلق کې بېل باز کړ
ساقي راشه راکړه می په ښه ساغر کې
بيا هوس د بېخودۍ راغی په سر کې
چې يې غوڅه په مدت د وصل لار کړم
سوال جواب له زړه ادا په غوږ د يار کړم