نظم

رخصت غوښتل د شاهد له عزيز کور ته او اچول هغه و اور ته اوعزيز دده رضامندي کول او خپل ځان د فراق په اور سول

Abdul Hamid Momand

يوه مور لرم خسته هجر نتلې

و ديدن ته يې زما سترگې ختلې

د دنيا په مخ يې بې زما له مخه

هر گز نشته بله رخه بله سخه

هره ورځ به مې له غمه لکه صبحه

څيروي گرېوان پوهېږم په دا قبحه

مناسب دی چې تر کوره پورې ورشم

يوڅو ورځې د وطن د صبح نمر شم

چې نازل شو دا خطاب په عاشق باندې

شوې يې اوښې د بانؤ جواب ته وړاندې

وې يې نشته راکې توان ددې وينا

که مې خواه نا خواهه وژنې آمنا

دا ساعت يې کړمه گونگ دور دوران

واقعي د پانډ، د پړانگ تر منځ حيران

يو پلو د جدايۍ لار مشکله

بل پلو غير مرضي د يار مشکله

دواړه چارې راته پېښې شوې مشکلې

نه مې صبر د يوې شته، نه د بلې

که وايم مه ځه ملالېږي ملالېږم

که وايم ځه په تېغ د هجر حلالېږم

په دا کار کې لکه پاڼې هسې رېږدم

نه پوهېږم چې کوم مرگ ته غاړه کېږدم