غزل روږدی نه وم ستا د موسېدو سره Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 روږدی نه وم ستا د موسېدو سره ړوند شومه د سترگو غړېدو سره 02 عشقه وصل پرېږده مړغېژن په شې اور خو وي ژوندی د بلېدو سره 03 پرېږده چې سلگۍ مې شي اشنا پسې دا خو شته د سترگو لگېدو سره 04 دا رد عمل له جفا پس وي تل غريو ونيوم ستا د موسېدو سره 05 رنده تر لاله خو صبر بويه ته خير شوې د اسمان د غرېدو سره 06 هسک مې شولو بخت د ثريا نه هم ستا د ښکليو سترگو ټيټېدو سره 07 اوښکه زما، ستا په تصور وه شمع نُور شو ترې رخصت د بهېدو سره 08 وکړه حمزه بيا د لېونتوب دعا غم شولو در پېښ د رغېدو سره Dictionary meaning × Headword