غزل
روږدی نه وم ستا د موسېدو سره
امیر حمزه شینواریروږدی نه وم ستا د موسېدو سره
ړوند شومه د سترگو غړېدو سره
عشقه وصل پرېږده مړغېژن په شې
اور خو وي ژوندی د بلېدو سره
پرېږده چې سلگۍ مې شي اشنا پسې
دا خو شته د سترگو لگېدو سره
دا رد عمل له جفا پس وي تل
غريو ونيوم ستا د موسېدو سره
رنده تر لاله خو صبر بويه ته
خير شوې د اسمان د غرېدو سره
هسک مې شولو بخت د ثريا نه هم
ستا د ښکليو سترگو ټيټېدو سره
اوښکه زما، ستا په تصور وه شمع
نُور شو ترې رخصت د بهېدو سره
وکړه حمزه بيا د لېونتوب دعا
غم شولو در پېښ د رغېدو سره