غزل

رقيب دا دومره لوی انعام وانه خلي

Darwish Durrani

يار د هغه د خلې سلام وانه خلي

هرڅه مولوټ شول،اوس اسمان ته ګورو

څوک مو له سره   دغه  با م   وانه خلي

خپل سر په   دې    ژغورمه ستا له توري

دا ونه هم درپسې ګا م و انه خلي

د دروېش زړه به بيا رڼا ونه کړي

دغه ډېوه که يار په پام وانه خلي