نظم رسم Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 کله يې سترګي تورومه ورته 02 کله يې شونډي سرې کومه ورته 03 کله يې زلفي غوړومه پر مخ 04 او بيا د شونډو تر څنګ 05 له توره خاله څخه 06 دانه دانه کړم ليري 07 يا خو خيالونه ياغي سوي دي نن 08 يا خو په مينه کي کمي راغلې 09 او يا بدرنګي ميني 10 يا بې وفا لېونتوب 11 ځانته له ځان سره سجدې پيل کړې 12 چي نه د زلفو عنبرينه وږمه 13 نه د باڼو له لاندي غلي کاته 14 نه له رازونو له نازونو مالاماله خولګۍ 15 زړه په درزا راولي 16 نه ستونى وچ دئ نه خبري هېري 17 او نه مي ټول وجود خوله خوله دئ 18 چي يو ناڅاپه د خيالونو لړۍ 19 لکه د غاړي هار دانه دانه سي 20 زه رسموم په بې هنره لاسو 21 پر سپين کاغذ کاږه واږه شکلونه Dictionary meaning × Headword