نظم
رسم
عبدالباري جهانيکله يې سترګي تورومه ورته ـ
کله يې شونډي سرې کومه ورته ـ
کله يې زلفي غوړومه پر مخ ـ
او بيا د شونډو تر څنګ ـ
له توره خاله څخه ـ
دانه دانه کړم ليري ـ
يا خو خيالونه ياغي سوي دي نن ـ
يا خو په مينه کي کمي راغلې ـ
او يا بدرنګي ميني ـ
يا بې وفا لېونتوب ـ
ځانته له ځان سره سجدې پيل کړې ـ
چي نه د زلفو عنبرينه وږمه ـ
نه د باڼو له لاندي غلي کاته ـ
نه له رازونو له نازونو مالاماله خولګۍ ـ
زړه په درزا راولي ـ
نه ستونى وچ دئ نه خبري هېري ـ
او نه مي ټول وجود خوله خوله دئ ـ
چي يو ناڅاپه د خيالونو لړۍ ـ
لکه د غاړي هار دانه دانه سي ـ
زه رسموم په بې هنره لاسو ـ
پر سپين کاغذ کاږه واږه شکلونه ـ