غزل
څه عجب بلند مقام دی د اخلاص
Rahman Babaڅه عجب بلند مقام دی د اخلاص
چې جهان واړه غلام دی د اخلاص
که له ځمکې و اسمان ته خاته گران دي
دا سفر په يوه گام دی د اخلاص
چې خبر که مخلصان له غيبه علمه
دا همه واړه الهام دی د اخلاص
د رواج او رسم عمر مدام نه وي
لکه عمر چې مدام دی د اخلاص
بې اخلاصه د اسلام حلاوت نشته
که اسلام دی خو اسلام دی د اخلاص
څه عجب دی که مستان وي ترې چاپېره
هر ساقي څخه چې جام دی د اخلاص
څه عجب دی که همای يې په دام نښلي
هر صياد څخه چې دام دی د اخلاص
پس له مرگه به دا مهر و اخلاص نه وي
که اخلاص کړې نن هنگام دی د اخلاص
د رحمان کلام په دا سبب شېرين دی
چې يې هرکلام کلام دی د اخلاص