غزل څه شي که خبرې په پښتو د پښتنو کړې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څه شي که خبرې په پښتو د پښتنو کړې هله به پښتون يې چې کارونه د پښتو کړې 02 څوک و چې خبرې يې هر دم د بدرگو کړې خدايه ته په خير (مو) دا سفر د قافلو کړې 03 تل پرده دې څه ده چې ستم دې لا سوا شي کله چې رامخ شې نو پلو دې نيمکښو کړې 04 څه شي چې دي اوس د رغېدو له کوره وتي دادې کوم کرم دی چې تپوس د لېونو کړې 05 ته چې مرور يې تصور دې لا سوا وي ورک له انتظاره مې مُرور د ورځو شپو کړې 06 زه يم چې مضراب مې د ضمير د زړه په ساز کړ دشتې د هستۍ مې سندريزې په نغمو کړې 07 داسې راته ښکاري گله څه خو ستا په زړه دي ته چې خاموشۍ کې اشارې په موسېدو کړې 08 ورځې د ښکلا يې ډېرې ډېرې کړې خاونده شپې د بېلتانه يې چې په ما باندې پېروز کړې 09 ستا غوټه جبين کې اشنا پټ دي گردابونه ته پښتنې داسې احترام د مېلمنو کړې 10 پوخ دې لېونتوب شو او که روغ شوې پوهه نه يم وايه حمزه څرنگه احساس د زولنو کړې Dictionary meaning × Headword