غزل
صد بهاره شه در ځار د مينې درده
Hamza Shinwariصد بهاره شه در ځار د مينې درده
د وفا د مخ مې سره ده گونه زرده
ستا قسم په اسوېلو د پاتې شويو
چې مو پلونه کړې پټ د کاروان گرده
تصور لره خلوت يې مانع نه و
ولې ډارې يې شي زما له آه سرده
په سراب د بړبوکو ستومانه ستړيه
پاڅه دا که وي محمل صحرا نور ده
په گرداب کې د هستۍ يم غوپه شوی
ما حمزه کړه ترې بهر همته مرده